لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د کوېلې په درنګ کې شوې چاودنه کې د مړو شمیره ۱۶ ته رسیدلی


د پاکستان بلوچستان ایالت د کوټه کمشنر وي او ای ډیوه ته پخلی کړی په مارواړ او یوه بله سیمه کې د کوېلې په درنګونو کې د چاودنې او راپریوتو په پېښو کې د مړو شوو مزدورانو شمیره ۱۶ ته رسیدلی او یو شمیر نوز مزدوران له هم په درنګ کې بند دي.

لومړۍ پېښه د کوټې ضلعې په مارواړ سیمه کې هغه مهال رامنځ ته شوې کله چې په درنګ کې د زهرجن ګیس جمع کیدو وروستو چاودنه وشوه، د چاودنې ورستو تر ۲۳ پورې مزدوارن په درنګ کې بند شوي.

د چاودنې ورستو امدادي کارونه پیل شوي او یوې غیر دولتي امدادې ادارې د پاکستان انګریزۍ ژبې ورځپاڼې ډان ته ویلي چې د دغه درنګ نه ۱۳ مزدوران د بې هوشۍ په حالت کې وېستل شوي او د مارګیټ هسپتال ته د علاج لپاره لیګل شوي دي. څلورو ژوبل درنګیان د کوټې لوې هسپتال ته د علاج لپاره رسول شوي.

د خیبر پښتونخوا شانګلې سېمې یو مزدور چې په دغه پېښه کې ژوبل شوی او دا مهال يې په هسپتال کې علاج روان دی، وي او ای ډیوه ته ویل سحر ۷ بجې کار له لاړو او ۱۱ بجې چاودنه وشوه. ممتاز نومې دغه مزدور زیاتوي:٫٫ د چاودنې وروسته په ځان نه یم خبر شوی، چې په هوش کې راغلم نو په هسپتال کې ووم. په درنګ کې د صفا هوا او اکسیجن هیڅ انتظام نشته.٬٬

د شانګلې یو بل مزدور محمد رحیم چې نژدې په یو بل درنګ کې يې کار کوو په هسپتال کې د درملنې وروستو يې وي او ای ډیوه ته ویل ٫٫ نن درې درنګونه پریوتي دي. ما په څلورم کې کار کوو، پیغام راغلو چې بهر راځۍ. راتلو کې مو ځېني کسان د ځان سره ارویستل.٬٬

د ډان اخبار تر مخه په پېښه کې د ژوبل شوو مزدورانو کې زیات تره د خیبر پښتونخوا شانګلې ضلعې د یو کلي سره تعلق لري.

په کوټه کې د مزدورانو د اتحاديې یو مشر لاله سلطان وي او ای ډیوه ته ویلي په دغه درنګونو کې لا هم یو شمیر مزدوارن بند دي او ژوند يې د خطر سره مخ دی.

پاکستان کې په درنګونو کې کارکونکو مزدارونو اتحادېې تر مخه په دغه هیواد کې هر کال د ۱۰۰ نه تر ۲۰۰ پورې مزدوارن په درنګونو کې خپل ژوند د لاسه ورکوي. د اپریل په میاشت کې په دره ادم خیل او جهلم کې په درنګونو کې شوو دغه شان پېښو کې ۱۱ مزدوارنو خپل ژوند دلاسه ورکړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG