لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د روس لخوا د غوطه سېمې خلکو ته د تېښتې لار ورکول ټوکه بللې


د امریکا د بهرنیو چارو وزارت ویاندې د شام پلازمېنه دمشق په ګاونډ کښې ګیر عام ولس لپاره د روس لخوا جګړې نه د تېښتې لار ورکول یوه ټوکه بللې.

د خارجه وزارت ویاندې هېدر نوآرټ وویل، " د دې پرځای په ټول هېواد کښې هاغه اوربند پکار دی په کوم چې د روس په ګډون ټول ملګري ملتونه رضا شوي وو".

میرمن نوآرټ زیاته کړه، دا څرګنده ده چې په ختیځ غوطه سیمه کې د دیرش ورځو لپاره تصویب شوی اوربند کار نه کوي او دوي (شامي عسکر) د بې ګناه خلکو د وژلو نه منع شوي نه دي. د تیر خالي د ورځې راهيسې دغلته تر ١٠٠ پورې عام خلک وژل شوي دي.

امریکا وايي، د شام په حالاتو سخته اندېښنه لري او دغلته روانې مرګ ژوبلې ذمه وار تر څه حده روس په دې دی چې د شامي پوځیانو روزنه، تیارې او مرسته کوي.

واشنګټن د ماسکو نه غواړي چې شامي عسکر د غوطه نه علاوه ګرد شام کښې په جګړه کښې تندي راوستلو نه منع کولو لپاره په دوي فشار زیات کړی.

د ګل په ورځ روس د خپل اړخ نه په غوطه سیمه کې د جګړې درولو فیصله کړې وه چې مقصد یې د جنګ نه په تېښته عادي کسانو ته لار ورکول وو.

د سیمې نه راغلي رپوټونه وايي، د روس لخوا د ډزبندۍ اعلان پرته په روسي او شامي پوځیانو د بی اعتبارۍ له لاسه څوک د کورونو څخه د ځان د ویرې نه وځي.

د شام لپاره د ملګرو ملتونو بشري امداد ادارې مشر جان ایګلېنډ د روس دا ګام مثبت بولي خو زیاتوي دا نیمګړتیاوې لري: "داسې یو امدادي ډله هم نه شته چې دا به وګڼي چې پنځه ساعته ختیځ غوطه سیمې ته د مرستو رسولو او د خپلو کارونو تنظیم کولو ته پوره دي".

د زیارت په ورځ د شام لپاره د ملګرو ملتونو خصوصي استازي سټیفن ډي مستوره په جنیوا کښې خپله دا غوښتنه یو وار بیا تکرار کړه چې ګرد شام کښې د دېرشو ورځو لپاره ډزبندي غواړي.

نوموړي وویل" مونږ په دې برخه کښې د حوصلې با یللو توان نه لرو، دا سوچ هم نه دی پکار چې مونږ زړه ستړي شوي یو، زمونږ حوصله پر ځای ده".

د شام سرښار دمشق په ګاونډ کښې د یاغیانو په ولکه کښې غوطه سیمې د وسله والو څخه پاکولو لپاره د روس په مرسته د شام حکومتي عسکرو د فبرورۍ میاشت په اخري ورځو کښې عملیات پيل کړې وو. تر دې دمه دې جنګ کښې د ٦٠٠ پورې کسان وژل شوي او تر ١٠٠٠ کسانو د ژوبلېدو راپورونه راغلي.

  • 16x9 Image

    محمد عالمگیر

    محمد عالمګیر د ۲۰۰۶ راهسی وایس آف امېریکا سره د ملټي ميډیا خبریال،او د پروګرام واشنګټن ټو خېبر او بي بي شیرینه پروډوسر دی او د روانو چارو پروګرام هیلو وي او اې او سندرو پروګرام ټاپ ټین کوربه پاتی شوی. وي او اې محمد عالمګیر له په خپل کار ګولډ میډل جایزه هم ورکړی او هغه د ترهګرې،افغانستان، پاکستان او امریکا پشمول یو شمیر موضوعاتو باندی ملټي میډیا رپورټونه تياروي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG