لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا او جرمني لخوا یوکرین ته د ټېنکونو ورکولو د ژمنو وروسته روس په یوکرین تازه بریدونه کړي


د روس لخوا په یوکرین د تازه بریدونو وروسته په سرښار کېف کې خلکو په یو زمکني ریل سټېشن کې پناه اخستې. 
د روس لخوا په یوکرین د تازه بریدونو وروسته په سرښار کېف کې خلکو په یو زمکني ریل سټېشن کې پناه اخستې. 

د امريکې او اېتلافي هېوادونو لخوا يوکرېن ته د ټېنکونو ورکولو د ژمنو وروسته د زيارت په ورځ روس په يوکرېن ميزایلي بريدونه کړي چې پکې يو تن وژل شوی او يو شمېر ژوبل دي، د دې ترڅنګ روس د شپې د يوکرېن په مشرقي سيمو کې د ډرون بريدونه هم کړي.

روس دغه ميزايلي بريدونه په داسې حال کړي چې صدر ذيلنسکي د امريکې او جرمني لخوا يوکرېن ته د جديد جنګي ټېنکونو ورکولو د ژمنو څو ساعته وروسته اولس ته وېنا کوله، صدر ذيلنسکي د امريکا او غربي نړۍ نه غوښتنه کړې چې دوي ته دې جنګي جهازونه او د اوږدې فاصلې پورې وار کونکي ميزاېلې ورکړي چې د يوکرېن هوايي جنګي صلاحيت ورسره قوي شي.

د کېف ميېر وېټالي کلېچکو ويلي د روس لخوا په پايه تخت ترسره شوي ميزايلي بريدونو کې يو تن وژل شوی او دوه نور ژوبل دي، نوموړي په ځايي خلکو غږ کړی د خوندي مرکزونو نه دې بهر نه وځي.

د کېف پوځي مشر سرهي پوپکو ويلي د پايتخت کېف د پاسه يې د دفاعي نظام د لارې يو شمير روسي ميزاېلې په هوا کې تباه کړي دي.

"دشمن د ۱۵ نه زيات کروز ميزاېلې ورولي خو د دفاعي نظام د قوي صلاحيت دې خېر وي چې ټولې يې په هوا کې ويشتلې دي"

د روس د صدارتي انتظاميې مشر اېنډري يرماک هم په ټېلي ګرام ليکلي :" په پايتخت غورځېدونکی لومړی روسي ميزايل يې تباه کړی دی." رپوټونه وايي روس په يوکرېن کې دوه د بجلۍ مرکزونه هم تباه کړي دي.

د دې نه وړاندې د يوکرېن پوځ ويلي بيګا د شپې يې د روس ۲۴ ډرون جازونه يې تباه کړي چې ۱۵پکې د کېف د پاسه الوتل.

د يوکرېن صدر ذيلنسکي بيګا پخپله هفته وار وېنا کې ويلي اوس وخت راغلی چې نړۍ د روس په ضد يوکرېن ته جنګي جازونه او ميزايلې ورکړي.

امريکې او جرمني د څو مياشتو د صلاح مشورو او بحثونو وروسته يوکرېن ته د جنګي ټېنکونو په استولو صلاح شوي دي د يوکرېن صدر ذيلنسکي په دغو ژمنو د امريکې او جرمني مننه کړې او يوکرېن ته د ټېنکونو زر تر زره ورکولو غوښته يې کړې.

نوموړي ويلي اوس به مهمه دا وي چې څومره زر زمونږه پوځونه د دغو ټېنکونو د استعمال تربيت واخلي او څومره زر دغه ټېنکونه يوکرېن ته ورسيږي.

د امريکې صدر جوباېډن تېره ورځ ويلي امريکا به يوکرېن ته ۳۱ اېم ون ابرهم ټېنکونه ورکوي. هر څه که صدر باېډن ویلي چې دا به روس ته کوم ګواښ نه وي خو روس د امريکې دغه ګام پارونکی بللی.

د جرمي چانسلر اولف شولز څو ساعته وړاندې اعلان کړی چې يوکرېن ته به ۱۴ ليپرډ ۲ ټېنکونه ورکوي. نوموړي‌ويلي، دغه ګام يې د روس لخوا په يوکرېن د بې جوازه يرغل په غبرګون کې پورته کړی. د جرمني د دفاع وزير بورس پسټوريس ويلي په راتلونکو دريو مياشتو کې به يوکرېن ته د جرمني جوړ ليپرډ ټېنکونه ورسي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG