د اتوار/ یکشنبې په ورځ د اوکراېن چارواکو ویلي، د روس لخوا د خارکېو په یو لوې دوکان/ سټور برید کې ۱۴ تنه وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي. چارواکو په دغه برید کې د مرګ ژوبلې زیاتیدو اندېښه څرګند کړې. په خارکېو کې یوه ورځ وړاندې هم د روس لخوا دوه بریدونه شوي وو.
د خارکېو سیمه ایز ګورنر د اوکراېن په قامي ټي وي ویلي، چې دوه نخښه ویشتونکي / ګاېډېډ بمونو د ښارد ابادۍ په ځاې کې هاېپرمارکېټ په نخښه کړو کله چې دغلته د خلکو ګڼه ګوڼه وه.
د برید وروسته په مارکیټ کې اوور هم لګیدلی چې لمبې یې د لرې لرې نه په نظر راتلې. د ځايي چارواکو په وینا په دغه برید کې ۴۳ کسان ژوبل شوي او په وژل شوي ۱۴ کسانو کې د ۱۰ پیژندګلو لا هم نه ده شوې.
د خارکېو ښاروال ویلي د برید په مهال په دغه مارکیټ کې د ۱۲۰ نه زیات کسان موجود وو. د ښاروال تیریخو زیاته کړې ٫٫ په دغه برید کې یو مارکیټ په نخښه شوی چرته چې ګڼ خلک وو. دا ښکاره ترهګري ده.٬٬
په ټیلي ګرام د اوکراېن د کورنیو چارو وزیر بیا ویلي چې د یاد برید وروسته ۱۶ کسان لا هم لادرکه دي.
په خارکیو کې د تېرې اونۍ راهسې په روسي بریدونو کې وروسته د هغې زیاتوالی راغلی کله چې روسي عسکر په پوله دغه ښار ته ورننوتل چې ورسره د ښار په شمالي برخه کې د جګړې نوی مېدان خلاص شوی.
روس د خپلې پولې نه ۳۰ کلومیټره لرې د اوکراېن په دغه لوې ښار خارکېو د جګړې راپه دیخوا ګن وارې بمباري کړې.
د اوکراېن صدر ولاديمیر زېلانسکي بیا په خپلو غربي اتحادیاتو د هوايي دفاعي نظام د قوي کولو لپاره د مرستو خواست کړی. د فرانس صدر اېمانول مېکرون په اېکس/ پخواني ټوېټرد خارکیو په مارکیت دغه برید غندلی.
Forum