لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د روس د دفاع وزير په يوکرېن کې د خپلو پوځونو سره ليدلي 


In this photo taken from video released by the Russian Defense Ministry Press Service on March 4, 2023, Russian Defense Minister Sergei Shoigu speaks as he inspects Russian troops at an undisclosed location in Ukraine.
In this photo taken from video released by the Russian Defense Ministry Press Service on March 4, 2023, Russian Defense Minister Sergei Shoigu speaks as he inspects Russian troops at an undisclosed location in Ukraine.

د روس د دفاع وزير په ټېلي ګرام اېپ يو بيان کې ویلي د دفاع وزير سرګۍ شوې ګوو د يوکرېن په جنوبي دونڅک سيمه کې د روسي پوځ د پوستو دوره کړې.

د روس د دفاع وزير سرګۍ شوې ګوو باندې نيوکې کېږي چې روسي پوځونو په يوکرېن کې په ښه شان جګړه نه ده کړې.

د خالي په ورځ جاري شوې يوه وېډيو کې ليدل کيږي چې د دفاع وزير په يوکرېن کې روسي پوځيانو ته په غوره کار تمغې ورکوي.

په عينې حال کې د برطانيې د دفاع وزارت ویلي د يوکرېن ډونباس سيمې په بخموت ښار کې د روس او يوکرېن د پوځونو ترمينځ درنه جګړه روانه ده او وايي‌ د بخموت ښار نيول به د ډونباس او ګېر چاپېره سيمو د قبضه کولو د پاره يو لويه بريا وي.

يوکرېن وايي‌ دغه ښار دومره جنګي اهميت نه لري خو دغلته درنه مرګ ژوبله د روان جنګ نقشه بدلوی شي.

د برطانيې استخباراتو په ټوېټر خبر ورکړی چې په بخموت ښار د روس پوځ د دريو اړخونو نه بريدونه کوي چې په اسانۍ سره د روس لاسو ته ورتللی شي خو يوکرېن د روسي پوځونو تنبولو د پاره د غلته خپل کمانډو عسکر استولي دي.

د برطانيې استخباراتي رپوتونه وايي‌ د بخموت په سيمه کې دوه مهم پولونه تباه شوي‌ چې يو پول پکې هغه مهم پل هم دی چې بخموت ښار د چاسيو يار ښار سره تړي د چرته نه چې د يوکرېن پوځ ته د وسلې او خوراکي توکو رسد کېږي،

د يوکرېن د دفاع وزارت وايي‌ د مهمو پلونو په تباه کېدلو د يوکريني پوځ سره د رسد لارې ډېرې کمې شوې دي.

بلخوا د يوکرېن صدر ولادي مير ذيلنسکي په خپله امروزه وېنا کې ويلي د يو شمېر مهمو چارواکو سره يې ملاقاتونه کړي چې روس په يوکرېن کې په روان تشدد د احتساب سره مخامخ کړي.

نوموړي ویلي خپل پوره وس کوي چې د جرمونونړيوال عدالت روس ته په يوکرېن کې په جنګي جرمونو سزا ګانې ورکړي.

هر څه که په يوکرېن کې د روس لخوا جګړه نوره تنده شوې امريکا او يورپي ملکونو يوکرېن سره خپلې پوځي مرستې نورې ګړندۍ کړي

د امريکا خارجه وزير اېنتوني بلنکن د جمعې په ورځ د يوکرېن سره د ۴۰۰ ميلينه ډالرو پوځي مرسته اعلان کړې چې ورسره په يوکرېن کې امريکايي‌ مرستې د ۳۲ اربه ډالرونه اوړېدلې دي.

يورپي يونين هم د يوکرېن سره د يو ارب ډالرو په پوځي مرستو کار کوي چې پکې به يوکرېن ته د توپو ګولۍ او نوره وسله ورکړل کېږي.

د يوکرېن د نېشنل ګارډ مرستيال کمانډر ولادي مير نزارېنکو يوکرېني رېډيو سره مرکه کې د پوځي مرستو ستاېنه کړې او ويلي دي

"مونږه ته د ډ‌ېرې وسلې ضرورت دی ځکه چې دغلته ډېر روسيان دي او د هغوي د تباه کولو د پاره زمونږه سره پوره وسله نشته"

روس وخت په وخت د يوکرېن سره په نړيوالو پوځي مرستو ټکونه کوي

( د دې رپوټ ځينې برخه د اېسو سيېټډ پرېس نه اخيستل شوې)

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

ځانګړې ویډیوګانې

کوئټه کې د هزاره کلتور ورځ ولمانځلې شوه
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:32 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG