لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روس: افغانستان کې غورځېدلې الوتکه کې سواره څلور کسان ژوندي موندل شوي


File Photo
File Photo

د روس د هوابازۍ د څار ادارې د اتوار/ يکشنبې په ورځ ويلي، ماسکو ته تلونکې چارټر الوتکه چې د افغانستان په شمال کې غورځېدلې، څلور سواره کسان پکې بچ شوي، د روس سفارتخانې ویلي، په الوتکه کې د سورو دوه نورو کسانو حالت تراوسه واضحه نه دی.
په افغانستان کې واکمنو دوه طالب چارواکو ويلي، څلور ژغورل شوي کسان د طالبانو سره دي او دوه نور مسافر مړه شوي دي.
په افغانستان کې د واکمنو طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد ويلي، د الوتکې غورځېدو په پېښه کې د پايلټ په شمول څلور کسان ژغورل شوي دي.
په افغانستان کې د پوليسو لخوا د الوتکې غورځېدو د پېښې وروسته د روس د هوابازۍ ادارې (روساوياتسيا) ويلي، د روس رجسټرډ چارټر الوتکه چې شپږ کسان پکې سواره وو يوه ورځ وړاندې د افغانستان دپاسه د ريډار څخه غایب شوې وه.
د رویټرز د خبر ترمخه، د روس د هوابازۍ ادارې ویلي، دغه AM.PA فالکن 10 الوتکه چې په 1978 کې په فرانس کې جوړه شوې، چارټر اېمبولنس الوتکه وه او د تايي لېنډ د پټايا هوايي اډې څخه ماسکو ته د هند او ازبکستان په لاره روانه وه.
د روس خبري ادارې (شوټ SHOT) د يوې نامعلومې سرچينې له قوله ويلي، الوتکه د غورځېدو نه 25 منټه/ دقيقې وړاندې د ریډار څخه غايب شوې، او د الوتکې پايلټ د تېلو د کمي ويلي وو چې د ازبکستان په هوايي اډه د کوزېدو هڅه کوي.
رویټرز ويلي، د شوټ د خبر سمدستي تصدیق یې نه دی کړی.
د روس سرکاري خبري ادارې (ټاس TASS) په بېنکاک کې د روس د سفارتخانې له قوله ویلي، الوتکه د تايي لېنډ د سېلګرۍ د ځای پټايا څخه د روس ماسکو ته روانه وه.
د RIA په نوم خبري ادارې د تايي لېنډ د يوټاپاو هوايي اډې د يوې سرچينې له قوله ويلي، په الوتکه کې يو سخت ناروغه روسي وګړی وو او هغه د پټايا څخه مسکو کې روغتون ته وړل کېدو.
ويل شوي، په الوتکه کې د ناروغه مېرمن سره د هغې خاوند چې يو کاروباري روسي وګړی دی د الوتکې پېسې هغه ورکړې وې.
د روس څو خبري ادارو ويلي، په الوتکه کې سواره ښځه او خاند وو او د روس د جنوبي علاقې سره تعلق وو
د روس پلټنیزې کمېټۍ ويلي، که د حفاظتي قوانينو سرغړونه شوي وي مقدمه به کوي.
له دې وړاندې طالبانو ویلي، د الوتکې د پرواز په لاره کې د افغانستان فضايي حدود شامل نه وو، ښيې د تکنيکي ستونزې له امله الوتکې ټاکل شوې لاره پرېښودې وي.
د طالبانو د پوليسو يو ویاند ويلي، د افغانستان په شمالي بدخشان ولايت کې ورته په لرې پرتو غرونو کې د الوتکې غورځېدو خبر ترلاسه شوی وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG