لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان وزیراعظم اؤ د پوځ مشر د سعودي د دفاع وزیر سره د اړیکو په پراخولو خبرې کړي


Saudi Pakistan officials meeting
Saudi Pakistan officials meeting

د پاکستان په یو ورځني سفر راغلي د سعودي عرب د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان بن عبدالعزیز د پاکستان د وزیراعظم شهباز شریف اؤ د پوځ د سرلښکر جنرال عاصم منیر سره لیدلي اؤ ورسره یې خپل منځي اړیکو ته د ودې ورکولو په ګډون د ګډې خوښۍ په یو لړ مهمو موضوعاتو خبرې اترې کړې دي.

د پاکستان د سرکاري میډیا د بیان له مخې د وزیراعظم شهباز شریف اؤ د سعودي ددفاع د وزیر لیدنه کې د دواړو هیوادونو ترمنځ د دفاع اؤ امنیت په څانکو کې د اړیکو په پراخولو خبرې اترې شوي دي.

وزیراعظم شهباز شریف په دغه موقعه ویلي چې پاکستان اؤ سعودي خپلو کې زړې اؤ ژورې د ورورولۍ اړیکې لري اؤ دا اړیکې د وخت په تېریدو سره نورې هم پیاوړې کیږي.

شهباز شریف ویلي چې سعودي عرب په هر محاذ د پاکستان کلکه ملګرتیا کړې ده اؤ پاکستان ورسره خپلو اړیکو ته د قدر په نظر ګوري.

د پاکستان د پوځ ویاندې ادارې آي ایس پي ار ویلي د سعودي د دفاع وزیر شهزاده خالد بن سلمان د یوم پاکستان دستورو کې د ځانګړي میلمه په توګه ګډون کړی اؤ تر هغې وروسته یې د پوځ سرلښکر جنرال عاصم منیر سره هم لیدلي دي.

د پوځ بیان کې ویل شوي چې دې لیدنه کې د اړونده خوښۍ په چارو اؤ دوه اړخیزه اړیکو ته په ودې ورکولو خبرې اترې شوې دي.

آي ایس پي ار وايي ملاقات کې بیلابیلو څانګو په ځانګړې توګه د دفاع په څانګه کې د همکارۍ په پراختیا هم خبرې شوې دی.

د سعودي د دفاع د وزیر له خولې په بیان کې ویل شوي چې سعودي د پاکستان سره تاریخي پیاوړې د ورورولۍ اړیکي اؤ دواړه هیوادونه مدام د یو بل خیر خواه پاتې شوي دي.

د سعودي ددفاع وزیر ته پرون په یوه ځانګړې دستوره کې د پاکستان د صدر اصف علي زرداري په لاس د "نشان پاکستان" اعزاز یا جایزه هم ورکړل شوې ده.

هغه د پاکستان د ورځې په لړ کې د وسله والو پوځونو د ګډې سلامۍ یا پرید په دستوره کې د مشر میلمه په توګه برخه اخستې وه اؤ وروسته بیا سعودي عرب ته ستون شو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:54 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG