د سعودي عربستان خارجه وزیر فیصل بن فرحان ویلي، په راتلونکو څو ورځو کې به په قطر کې خپل سفارت بیرته خلاصوي.
نوموړي ویلي په قطر کې د سفارت بیرته پرانستل د قطر سره د دریو کالو لانجې پاې ته رسیدو او د اړیکو سمیدو د لړۍ برخه ده.
د ای اېف پي خبري ادارې د خبر تر مخه د سعودي عربستان خارجه وزیر ویلي، سعودي حکومت به د روانې میاشتې په پېل کې د قطر سره شوې لوظنامې وروسته خپلې ټولې سفارتي اړیکې بیرته پېلوي او په څو ورځو کې به په دوحا کې د سعودي سفارت هم بیرته خلاص کړي.
خارجه وزیر دغه خبرې د سعودي عربستان سرکاري ټي وي الاخباریه سره په مرکه کې کړي. نوموړي زیاته کړې په دغه کار کې ځنډ به یواځې د سامانونو یا لاجسټک له سببه وي.
سعودي عربستان او ایتلافي هیوادونو عرب اماراتو، بهرین او مصر د کال ۲۰۱۷م د جون په میاشت کې د قطر سره اړیکې شلولې وې او په دوحه یې د نورو بندیزونو تر څنګ د خپلو هوايي لارو (اېر سپېس) کارولو بندیز لګولی وو.
یادو هیوادونو په قطر تور لګولی وو چې د اسلامي وسله والو ډلو ملاتړ کوي او ایران سره نژدې اړیکې لري. خو دوحه تل دغه تورونه رد کړي.
دغه څلورو هیوادونو بیا تیره اونۍ د سعودي عربستان په ال اولا ښار کې د ګلف کواپرېشن کونسل په غونډه کې په دغه بندیزونو ختمولو رضا شول. د اړیکو بیرته سمولو کې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د انتظامې لخوا هڅې هم شوې وې.
د سعودي عرب او قطر ترمنځه د تازه لوظنامې وروسته د سرحدي لارو د پرانستلو وروسته د ګل په ورځ هوايي سفرونه هم بیرته شورو شوي.