د شام په سرکاري ټي وي خپور شوي ویډيو بیان کې اپوزیشن اعلان کړی دی چې په ملک کې د بشارالاسد حکومت ختم شوی اؤ له زندانونو ټول بندیان خوشې کړل شوي دي. دا بیان د بشار الاسد د حکومت پرضد د جنګېدونکو ډلو د ایتلاف له لوري خپور کړل شوی.
په اعلان کې له ټولو جنګیالیو اؤ وګړو څخه د "ازاد شامي ریاست" د سرکاي ادارو د حفاظت غوښتنه شوې ده.
د امریکا غبرګون :
د امریکایي صدر جوباییډن د قامي سلامتۍ سلاکار ویلي چې د باییډن حکومت په شام کې د مداخلې هیڅ اراده نه لري.
تر دې وړاندې له سپينې ماڼۍ خپور شوي بیان کې ویل شوي وؤ چې امریکې د شام په بدلېدونکي وضعیت خوخت نظر ساتلی دی.
د امریکې نوي منتخب صدر ډانلډ ټرمپ د خالي په ورځ په سوشل مډيا خپل یو پوسټ کې لیکلي وؤ چې امریکا باید په شام کې له پوځي مداخلې په ډډه پاتې شي.
د شام وزیراعظم محمد غازي جلالي د اتوار په سهار خپل یو بیان کې ویلي چې حکومت د اپوزیشن له لوري ته د لاس په ورغځولو اؤ د خپلو ذمه واریو لنډمهاله حکومت ته په سپارلو تیار دی.
بیلابیلو نړيوالو خبري شبکو د اتوار په ورځ ویلي چې بشار الاسد په الوتکه کې د دمشق څخه په نامعلوم لوري وتلی دی.
د شام ځېنو چارواکو اؤ پوځي مشرانو ویلي چې د یاغیانو دمشق ته د ننوتلو له اعلان وروسته بشار الاسد د پلازمینې نه وتلی ؤ. تر دې وړاندې ترکي کې میشت د شامي اپوزیشن مشر هادي البحره ویلي وؤ چې دمشق اوس له بشار بغیر دی.
د عیني شاهدانو له مخې دمشق ته د یاغیانو له ننوتلو اؤ د بشار الاسد له وتلو له اطلاع ترلاسه کېدو وروسته په سوونو ګاډي د دمشق سړکونو ته وتلي اؤ د "ازادۍ" جشن نمانځي.
په شام کې د حکومت وسلوال مخالفین د دسمبر په اوومه وروسته له هغه د سرښار دمشق دروازو ته رسېدلي چې حکومتي ځواکونو د حمص په ښار کې خپلې مورچې پریښوې او دا ښار باغیانو ته په لاس ورغی.
تر دې وړاندې د یاغیانو د پرمختګ پرمهال داسې ګنګوسې وې چې ګواکې صدر بشارالاسد له هیواده بهر تښتېدلی خو حکومت دا اوازې رد کړې وې او رویټرز خبري ایجنسۍ مخکې د دوو پوځي افسرانو په حواله لیکلي وو چې صدر اسد په الوتکه کې نامعلوم ځای ته تللی دی.
د باغیانو لاس ته د حمص ښار لوېدل د بشارالاسد د حکومت لپاره یوه غټه ضربه ګڼل کېډه ځکه چې همدا ښار د لاذقیه او طرطوس صوبو په مهم چوک باندې پروت دی چې د حکومت اصلي مرکزونه دي او د روس د بحري ځواکونو اډه هم پکې پرته ده.
د شنبې- خالي په ورځ د اتوؤ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او لوړپوړو ډیپلوماتانو غونډه وکړه، چې پکې د سعودي عربستان، روسیې، مصر، ترکیې او ایران استازو ګډون کړی و. ګډونوالو د سوریې بحران لپاره د سیاسي حل لارې ملاتړ وکړ او د بشري مرستو پر زیاتولو ټینګار یې وکړ.
Forum