د اتوار/ یکشنبې په سهر د شامي یاغیانو لخوا د سوریې د سرښار نیولو او د بشارالاسد د حکومت ړنګیدو سره سم د دغه هیواد خلک لارو کوڅو ته راوتلي او د اسد خاندان ۵۰ کلن واکمنۍ ختمیدو په سره یې جشنونه لمانځلي.
د شام سرکاري ټي وي چېنل باندې خبرې شوې یوه ویډیو پېغام کې د سړو یوه ډله وايي چې د بشارالاسد حکومت ړنګ شوی او ټول بندیان/ قیدیان خوشي کړل شوي.
په دغه ویډیو کې چې کوم تن بیان لولي، هغه وايي چې د دمشق فتح کولو وروسته جوړه شوې بیړنۍ څانګه په ټولو یاغیانو او د شام په ولس غږ کوي چې د ٫٫ ازاد شامي ریاست٬٬ ټولې ادارې دې خوندي وساتي.
دغه بیان د شام مخالفه ډلو د څارنې یوې ډلې مشر لخوا د دې اعلان څو ساعته وروسته راغلی چې پکې ویل شوي وو، چې اسد د هیواد نه یو نامعلومه ځاې ته تښتیدلی.
د سرښار یو شمېر اوسیدونکي لا هم حېرانه دي چې څنګه د بشارالاسد ۲۴ کلنه واکمني چې پکې ۱۴ کاله په خانه جنګۍ کې تیر شول، دومره په تادۍ د منځه لاړه. د شام د ۱۴ کالو په خانه جنګۍ کې په سلګونو زره خلک وژل شوي، د هیواد نیمه ابادي بې کوره شوې.
څنګه چې په دمشق کې د سهر رڼا خوریده خلک د ښار لوې جومات او مرکزي چوک ته ته ورغونډیدل. خلکو د اسد پرضد شعارونه وهل او د ګاډو هارنې یې غږولې. یو شمېر تنکي ځوانانو هغه وسلې راغستې وې کومې چې ګمان کیږي چې امنیت ساتونکو پرېښودې وې.
د دغه ځاې نه څو کلومیټره لرې بیا ګڼ شمېر خلک صدارتي محل ته ورننوتل او د بشرالاسد عکسونه او پوسټرې یې وشلولې. شامي پوځیانو او پولیسو خپلې پوسټې پرېښودي او تښتیدلي.
Forum