لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو ژبې پېژندلی ليکوال طاھر افریدی په حق ورسېد


د پښتو ژبې د افسانو، ناول، رپورتاژ او سفرنامو پېژندلی لیکوال طاهر افریدی د ۸۲ کالو په عمر کې د ورپېښې ناروغې له امله په کراچۍ کې په حق ورسید او جنازه يې هم په کراچۍ کې ادا کړی شوه.

طاهر افریدی به د اتوار په ورځ (شپږم جون) په خپل پلارني کلي (دره آدم خیل د بوړې په سوکړه کلي) کې خاورو ته سپارل کیږي.

شاعر او لیکوال قېصر افريدی وايي، طاهر افريدی هم لکه د نورو پښتو کراچۍ ته په خوارو مزدورو پسې راغلی او هغه دلته ژوند کړی مزدورۍ يې کړي او د روزګار سره یې د ژوند 60 کاله د پښتو خدمت کړی دی.

"​هغه د جرس ادبي جرګه جوړه کړه د جرس په نوم يې درې میاشتۍ مجله ويسته چې فهيم سرحدي ورسره پکې ملګری وو او زه (قېصر افريدی) او رياض تسنیم (ارواښاد) ورسره مرستيالان وو، دا مجله په معياري انداز چلېدلې وه"​.

قېصر افريدی وايي، "​زه دا ويلی شم چې تر څو پورې د طاهر صېب د ژوند تعلق دی، ژوند يې د ژوند په شان تېر کړی او تر څو پورې چې د هغه د فن تعلق دی نو فن د هغه نه خوشحال دی"​.

د جرس ادبي جرګې غړی او شاعر امان افريدی وايي، طاهر افريدي دنياوي روزګار ته کم وخت ورکړی او پښتو ادب ته یې ډېر وخت ورکړی وو،

"​هغه د پښتو ادب ته د 21 پورې کتابونه ډالۍ کړي دي، په ظاهره خو طاهر صېب زمونږ نه جدا شو خو هغه به تل ژوندی وي د هغه ژوندون د ختمېدو نه دی ځکه چې هغه کوم کار کړی دی هغه به ژوندی ساتي"​.

د طاهر افريدي په جناز کې ګډون کوونکی ځوان شاعر فرمان ظهير وايي، هغه چې طاهرافريدی څومره لوستی او د هغه سره یې ليده کاته شوي هغه يو ليکوال نه يو استاز وو او هغه دومره ډېر کار کړی دی چې د هغې نه به په راتلونکې کې پښتانه ډېره زده کړه وکړي.

طاهر افریدی څوک وو؟‌

طاهر افريدی چې خپل نوم يې ترکستان دی په کال 1939 کې د جنورۍ په څلورمه د دره ادم خېل په حسن خېل سب ډويژن کې د بوړې په سوکړه نومې کلي کې زېږېدلی وو. رسمي زده کړې يې نه وې کړې او په اول کې يې د طاهر اثر په نوم شاعري شورو کړې وه خو بيا یې افسانې ليکلو ته مخه کړې او د طاهر اثر څخه يې د طاهر افريدي په نوم ليکونه پېل کړي او دغه نوم يې بيا پوخ شوی وو.

هغه په کال 1961 کې لکه د نورو پښتنو کراچۍ ته په خوارو مزدورو پسې تللی او هلته به يې ګاډي وینځل او بيا يې وروسته د ګاډو خپله کمپني جوړه کړې وه. او هغه بيا په کال 1973 کې کراچۍ ته په کډه تللی چې تراوسه پورې هم په کراچۍ کې وو.​

د افسانو ليک

خداې بخښلي طاهر افریدي په کال 1960 يا 61 کې خپله لومړۍ افسانه (تانه په غم کې کمه نه يم) چاپ کړې او بیا يې دغه سلسلې ته دوام ورکړی وو.​

هغه په کال 1971 کې د افسانو وړومبی مجموعه (د محلونو خوا کې)، (پاڼې پاڼې) ، (ديدن/ اردو افسانې)، (لاره کې ماښام)، (بيا هغه ماښام دی)، (نور خوبونه نه وينم)، (په زنځير تړلی خوب)، (د څو لحظو لويه قيصه)، (موده پس اشنا راغلی)، او (تا سره خبرې) يې د افسانو لسمه مجموعه چاپ کړې وه.

ناولونه

(تیری آنکھیں خوبصورت ہے) چې په پښتو کې د (شين سترګې په نوم) بارکوال میاخېل ژباړلي)، او په (کاڼو کې رګونه) چې پروفېسر اسير منګل په اردو کې د (کہساروں کے یہ لوگ) په نوم ژباړلی)، او د (تربوزک) په نوم يې ناولټ چاپ کړی دی.

رپورتاژونه

هغه د (جانان مې قطر ته روان دی)، (لاړ شه پېښور ته)، او (ځئ چې ځو کابل) ته درې رپورتاژونه چاپ کړي دي. افريدي د (سفر په خېر) او (سفر مدام سفر) په نوم دوه سفرنامې چاپ کړي دي.

ډرامګۍ

هغه د (رنځ ور له راشه) او (بدنامه) په نوم دوه ډرامګۍ ليکلي دي.

نور کتابونه

ارواښاد افريدي د (ګوتې قلم ته په ژړا شوې) په نوم يې د حمزه بابا 94 خطونه مرتب کړي او چاپ کړي دي.

هغه د جرس ادبي جرګې رودادونه (زه تنقيد خو به کوومه)، او د کوټې پښتو اکېډمۍ يې د (ادبي پاڼې) په نوم يو کتاب چاپ کړی چې پکې مختلف مضامين، خاکې او رپورتاژونه شامل دي.

هغه په کال 1992 کې خصوصي غزل نمبر چې پکې د غزل په حواله 21 مقالې او د 180 شاعرانو انتخاب کلامونه شامل دي، په کال 2001/ 2002 کې يې په 1432 صفحو مشتمل نظم نمبر چاپ کړی چې پکې د 85 مقالې او د 349 شاعرانو منتخب کلامونه شامل دي.​

جرس ادبي جرګه

هغه په کال 1990 کې جرس ادبي جرګه جوړه کړې او هم په دسمبر 1990 کې يې د جرس په نوم درې مياشتنۍ ادبي مجله روانه کړې چې نزدې ديارلس کاله يې چلولې وه.

اېوارډونه

طاهر افریدي ته په ادبي خدماتو ګڼ شمېر اېوارډونه ترلاسه شوي،او د افغانستان دولت ورته د غازي میربچه خان مډال ورکړ‎ی وو.

ناروغتيا

طاهر افریدی په کال 2010 کې فالج وهلی خو بيا یې هم ليک لوست نه وو پرېښودي. د طاهر افريدي بچي نه وو او کور ودانې يې په کال 2019 په حق رسېدلې وه

  • 16x9 Image

    فضل عزیز

    فضل عزيز په کراچۍ کې د وي او اې ډيوه خبريال دی په سياسي، تعليمي، صحت او کلتور سره په ټولنيزو موضوعاتو وېب، رېډيو او ټيلي ويژن ته رپورټونه جوړوي او په ځانګړو موضوعاتو ليکل هم کوي. د کراچۍ د اردو پوهنتون نه يې د جرنلزم او کراچۍ پوهنتون نه يې د نړيوالو اړيکو د ماسټرۍ ډګريانې ترلاسه کړي دي.​

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG