لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبان کابل ته ورسېدل، د واک د سپارلو په سر خبرې روانې دي: رپورټ


د وي او ای انګرېزۍ څانګې خبر ورکړې طالبان د افغانستان سر ښار کابل ته ورننوتلي دي او وايي په امنناکه طریقه د واک د سپارلو په سر خبرو ته په تمه دي.

د وي او ای انګرېزۍ څانګه وايي د طالبانو سر چینو ورته ويلي چې د صدر غني استعفا یې قبول کړې.

د خبر تر مخه افغان مشران به دوحه قطر ته روانېږي چې طالبانو ته د واک سپارلو پرېکړې وکړي.
ددې تازه رپورټ په هکله د صدر غني د حکومت لخوا څه نه دي ویل شوي.

وړاندې د افغانستان صدر محمد اشرف غني ویلي وو چې د کابل د امنیت مسئولیت د افغان امنیتي ‌او دفاعي ځواکونو په لاس کې دی او دا مسئولیت به په ښه شکل ترسره کوي.

ښاغلي غني په یو لنډ ویدیويي پیغام کې، چې د ارګ په فیسبوک کې خپره شوې ده وايي له هغوی سره به جدي چلند کیږي چې "ګډوډي او چپاول کوي او لارې شوکوي".

هم نن طالبانو د ننګرهار ولایت سر ښار جلال اباد نیولی ؤ.

تېره ورځ یو شمېر نړیوالو مطبوعاتو دعوا کړې وه. صدر غني د خپلو ملګرو سره د استعفا ورکولو لپاره سلا شورو کړېده.

البته سهاروختي دافغانستان حکومت هغه اوازې رد کړي چې ګنې د یکشنبې په ورځ وسله والو طالبانو په کابل ښار برید کړی اؤ طالبان دکابل ته ننوتي دي.

دیکشنبې په ورځ په ټولنیزو رسنیو اؤ په ځانګړي ډول داسې اوازې خورې شوې و چې طالبان کابل ته ننوتل اؤ دامریکا په سفارت چورلکو حفاظتې الوتنې پیل کړې.

خو لږه شیبه وروسته دافغانستان صدارتي ماڼۍ یا ارګ پخپل یو لنډ بیان کې سپیناوی وکړو چې په کابل ښار برید نه دی شوی.

په ټویټر په د ارګ خپور شوي بیان کې ویل شوي چې په کابل ښار پراګنده ډزې شوي خو برید پرې نه دی شوی.

له دې وړاندې طالبانو پخپله یوه اعلامیه کې پخپلو وسله والو غږ کړی چې کابل ته په زور اؤ جګړې سره نه ننوځي بلکې کابل ته په رضا سلا دننوتلو دپاره مقابل لوري(افغان چارواکو) سره خبرې اترې روانې دي.

طالبان دعوه کوي دهیواد په 34کې 24 ولایتونه یې دخپل واک لاندې راوستي دي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG