دا اوونۍ په «ولولې» خپرونه کې د جنوبي وزیرستان د مارشل آرټ له درو لوبغاړو سره خبرې کوو
د وي او اې ډیوه په اوونیزه خپرونه «ولولې» کې دا اوونۍ له عرفان مسید او د هغه له دوو شاګردانو نعمان مسید او حبیب الرحمان سره خبرې کوو، دوی درېواړه د پښتونخوا په ډېره اسماعیل خان کې اوسېږي. عرفان مسید د مارشل آرټ یو کلب لري او په 14 ملکونو کې یې ریکارډونه جوړ کړي دي. د خپرونې کوربه وکیل خان دی: