لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي‌ انتخابات: ټرمپ‌ او باېډن به نن په فلوریډا ایالت کې انتخابي کمپاېنونه کوي


په امریکا کې د نومبر په دریمه نیټه کېدونکي صدارتي‌ ټاکنو وړاندې صدارتي کاندیدانو خپل کمپاېن تند کړی او نن د زیارت په ورځ به صدر ټرمپ او د هغه مخالفه کاندید او پخوانی ناېب صدر جو باېډن په فلوریډا کې خپل انتخابي‌کمپاېن کوي.

دکال ۱۹۹۶ راهسې د امریکا په ټولو صدارتي انتخاباتو کې چې کوم کاندید فلوریډا ګټلی، هغه صدارت ته رسیدلی. د فلوریډا ګټونکی د ۲۷۰ الیکټورل ووټونو کې ۲۹ ترلاسه کوي.

ټرمپ به د زیارت په سهر په ټامپا کې یوې لوې جلسې ته وینا کوي او بیا به نارت کېرولاېنا ته ځي. پخوانی ناېب صدر جو باېډن به په براورډ کاونټې کې د غرمې وروسته خپلو پلویانو ته وینا کوي. او بیا به ماښام په ټامپا کې په یوه غوندې کې برخه اخلي.

کمپاینونو کې څوک څوک دي؟

د انتخاباتو وړاندې په دې څو ورځو کې امریکايي ‌ووټرانو ته خپله خبرو رسولو لپاره باېډن لوړ رتبه چارواکي او صدر ټرمپ د خپلې کورنۍ غړي او ماشومان لیږي.
د امریکا پخوانی صدر بارک اوبامه د پخواني ناېب صدر جو باېډن د انتخابي کمپاېن په لړ کې د امریکا بېلا بېلو ایالتونو په سفر دی او په خپل کمپاېن کې بارک اوبامه په صدر ډانلډ ټرمپ د خلې ټکونه کوي. یوې جلسې ته د وینا په وخت پخواني صدر ویلي:

٫٫ د هغه اخیرۍ خبره څه ده ؟ چې خلکو کوېډ ته ډیر پام ګرځولی. هغه په خپله یوه جلسه کې ویلي، کرونا ، کرونا، کرونا. هغه د دغې شکایت کوي او په میډیا کې د کرونا په اړه زیاتو خبرونو د لاسه سوځي.٬٬

Former U.S. President Barack Obama campaigns on behalf of Joe Biden
Former U.S. President Barack Obama campaigns on behalf of Joe Biden

د دغه ملنډو وروسته بارک اوبامه بیا د جو باېډن د کردار خبره وکړه چې هغه په خپل کمپاېن کې د یو والي پیغام ورکوي. جوباېډن وايي ٫٫‌٫ مونږ به خپل قام رغوو.٬٬ او ځان د یو تقسیم شوي هیواد د رغونکي‌ په هیڅ وړاندې کوي.

د نارت سټار نومې یو څیړنیزې ادارې واېټ اېرېز وايي ٫٫ په عامه توګه دا سټراټیجې د ناېب صدارتي کاندیدانو لپاره وي. خو چې کله څوک د بارک اوبامه په شان په خبرو کې تکړه وي. او د دغه رول لپاره زیات تیار وي، په داسې حال چې په خلکو کې هم زیات پیژندل کیږي او د کماله هیرس نه یې خلک ښه پیژني. نو دا یوه مناسبه فیصله ښکاری.٬٬‌

خو د ریپبلکن ګوند پخوانی صدر جارج ډبلیو بش بیا د صدر ټرمپ لپاره کمپاېن نه دی کړی. صدر بش د می په میاشت کې د کرونا وبا په وخت کې د یو والي لپاره یو ویډیو پېغام ورکړی وو.

٫٫ لومړۍ خبره چې دا یاد وساتو، مونږ د دې نه وړاندې هم سخت وخت لیدلی، د ۹۱۱ وروسته ما یو داسې ستر قام لیدلی چې د ډیر په نره راپورته شوی. او خپل ټول تکلیفونو له یې غاړه ورکړې او خپلو نوو کارونو ته یې غاړه ورکړې. ٬٬

صدر ټرمپ بیا په یو ټوېټ کې په جارج بش نیوکې کړی وو چې د هغه د مواخذې په وخت کې د هغه لپاره خبره نه وه کړې.

د صدر ټرمپ بچي بیا د هغه لپاره کمپاېن کوي. ټرمپ جونیېر، ایرېک، ټېفني او ایوانکا ټرمپ. یوانکا ټرمپ یوې انتخابي جلسې ته د وینا په وخت په دیموکریټ ګوند د نیوکو په وخت ویلي: ٫٫ په تاسو کې به ځیني د نژدې وخته پورې ډیموکریټان وۍ. خو تاسو نه یې خبر چې د هغه پارټۍ نه اوس څه جوړ شوي، د دغه پارټۍ پلان دی چې دامریکا نه سوشلسټ هیوادجوړ کړي.٬٬

د وېنډربلټ یونیورسټۍ تهومس شوارټز وايي ٫٫ د هغه سره د خپلې کورنې نه بهر څوک د اخلاص ډک کسان نشته. د هغه کورنۍ بیا په تیرو څو کلونو کې ډیره ځانګړتیا ترلاس کړې. او داسې ښکاري چې د هغه په لویو جلسو کې زیات تره د هغه ځامن او لوڼه په نظر راځي.٬٬٬

د صدارتي کاندیدانو میرمن هم په دغه کمپاېنونو کې په نظر راځي. جل باېډن په دغه کمپاېن کې بیا زیاته فعاله ښکاری. یوې انتخابي غوندې ته د وینا په وخت جل ویلي: ‌٫٫ چې کله جو صدر شي نو تاسو چې اخبار ګورۍ نو د پریشانې نه به سر نه وهۍ.

اخوا د نهې په ورځ د امریکا لومړۍ میرمن میلانیا ټرمپ د کرونا وایرسه رغیدو وروسته په کمپاېن کې برخه اخستې او یوې انتخابی غونډې ته یې ویلي: ٫٫ کله چې زمونږ کورنۍ په کرونا اخته شوه نو ستاسو د ټولو دمینې او مرستې ډیره مننه٬٬

Melania Trump waves during a campaign event in Atglen, Pennsylvania
Melania Trump waves during a campaign event in Atglen, Pennsylvania

د خالي /شنبې په ورځ به پخوانی صدر بارک اوبامه د باېډ‌ن سره د مېشي ګن مهم ایالت سفر کوي. صدر ټرمپ به د جمعې په ورځ میشي ګن، وسکانسن او مینیسوټا سفر کوي چرته چې د ریپبلکن ګوند غړي د سېنټ په انتخاباتو کې برخه اخلی.‌

Recommended

XS
SM
MD
LG