لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته لومړۍ وینا

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته لومړۍ وینا نیغ په نیغه

کانګرس ته په خپل تقریر کې به ډانلډ ټرمپ ووټرانو ته د خپل صدارت په اړه اعتماد ورکوي چې په وړمبۍ ورځو کې د ګډوډۍ ښکار لیدل کیږي او کوښښ به کوي چې په نظر پوښتنو کې خپله خرابه درجه بندي ښه کړي چې د یو صدر په وړمبو ورځو کې په ټیټه کچه ښودل کیږي.

صدر ټرمپ په کانګرس غږ کړی چې د اوباما کیر په نامه د صححي بیمې پروګرام دي ختم کړي او پکې دې اصلاحات اوکړي چې په اولس پکې خرچې کمې شي. او د صحت خه سهولتونه ټولو ته ترلاسه شي.

صدر ټرمپ وايي امریکا په منځني ختیځ کې شپږ ټریلین ډالرو نه سوا خرچ کړي، او دغه خرچه په داسې حال شوی چې د هیواد دننه بنیادي دهانچه په تباه کیدو ده. ټرمپ وايي په دغه شپږ ټریلینه ډالره مونږ په خپل هیواد کې ډیر څه کولی شو.

صدر ټرمپ د ایران تازو بیلیسټک میزایلي پروګرام په اړه ویلي چې په هغه ټولو کسانو او ادارو يي بندیز لګولی څوک چې د ایران سره په میزایلي پروګرام کې مرسته کوي. صدر ټرمپ د اسرایل ریاست سره د خپلې مظبوطې ملګرتیا ساتلو ژمنه هم کړې ده.

ټرمپ ویلي د داعش ختمولو لپاره به د خپلو ملګرو هیوادونو سره په ګډه کار کوو. په دغه ملګرو هیوادونو کې يي مسلمان هیوادونه هم یاد کړي او زیاته کړې يي ده چې ټول به خپل شریک دښمن د نړۍ د مخه ورکوو.

نور کتل

XS
SM
MD
LG