لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته لومړۍ وینا

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ کانګرس ته لومړۍ وینا نیغ په نیغه

د داعش ګوند په اړه صدر ټرمپ ویلي ما د هیواد دفاع وزارت ته امری کړی چې داعش ګوند ختمولو لپاره یوه منصوبه تیاره کړي. د ټرمپ په وینا داعش هغه ګوند دی چې مسلمانانو، عیسایانو، ښځېو، نر او ماشومانو نه سرونه وهي.

د ټرمپ په وینا داعش هغه ګوند دی چې مسلمانانو، عیسایانو، ښځېو، نر او ماشومانو نه سرونه وهي.

ټرمپ ویلي د داعش ختمولو لپاره به د خپلو ملګرو هیوادونو سره په ګډه کار کوو. په دغه ملګرو هیوادونو کې يي مسلمان هیوادونه هم یاد کړي او زیاته کړې يي ده چې ټول به خپل شریک دښمن د نړۍ د مخه ورکوو.

صدر ټرمپ د ایران تازو بیلیسټک میزایلي پروګرام په اړه ویلي چې په هغه ټولو کسانو او ادارو يي بندیز لګولی څوک چې د ایران سره په میزایلي پروګرام کې مرسته کوي. صدر ټرمپ د اسرایل ریاست سره د خپلې مظبوطې ملګرتیا ساتلو ژمنه هم کړې ده.

نور کتل

XS
SM
MD
LG