لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر ټرمپ امریکایانو ته: په دروغو خبرونو یقین مه کوئ


د امریکا صدر دانلډ ټرمپ د اتوار په ورځ هغه خبره رد کړې چې ګنې هغه د خپلې دفاع لپاره تګره قانوني ډلې راغونډولو کې مشکل لري.

دغه قانوني ډله دکال ۲۰۱۶م امریکایي صدارتي ټول ټاکنو کې د روس لخواد صدر ټرمپ د مرستو د تورونو پلټنو کې د صدر ټرمپ دفاع کوي.

د صدر ټرمپ د دفاعي ډلې مشر وکیل جان ډاوډ تیره اونۍ خپله څوکۍ پرېښودې، او د واشنګټن یو بل پیژندلی وکیلتیډور اولسن د صدر ټرمپ د دفاع لپاره جوړې ډله کېد شاملیدو نه انکار کړی.

خو د امریکا یو پخواني وفاقي وکیل جوزف ډي جېنوو په دې راضي شوی چې د صدر ټرمپ نماېندګي وکړي.

صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر په خپل یو پیغام کې لیکلي ٫٫ د امریکا یو شمیر وکیلان او قانوني ډلې غواړې د روس په اړه پلټنو کې زما نماېندګي وکړي.٬٬ صدر ټرمپ امریکايي اولس ته ویلي ٫٫ په هغه دروغو خبرونه یقین مه کوۍ چې وايي په دغه مسله ماته وکیل ترلاسه کول ګران دي. په خلکو کې زما خوښي یا شهرت او قسمت وکیلان نه شي کمولی. که څه هم ځېنې وکیلان نا رضا دي خو لویه ستونزه دا ده چې نوي وکیلان یا قانوني ډله به د پلټنو سر ته رسولو کې نورې څو میاشتې واخلي.٬٬

صدر ټرمپ ویلي ځه د خپل موجوده ډلې یا ټیم نه ډیر خوشحاله یم.

صدر ټرمپ وړاندې لیکلي چې د روس سره د اړیکو په اړه نوي هیڅ هم نشته او په ډیمو کریټ ګوند او پخواني صدارتي کاندیدې هیلري کلنټن يې تور لګولی چې دا ټول د هغوي لخوا راپورته شوي تورونه دي.

د تیرو څو میاشتو راهسې خصوصي کونسلر رابرټ میولر د صدر ټرمپ د انتخابي کمپاېن پلټنې کوي. او په ۱۳و روسي وګړو يې تور لګولی چې په انټرنیټ (ان لاېن) يې امریکايي جمهوریت ته زیان رسولی.

تر اوسه شوو دغه پلټنو کې د صدر ټرمپ دوو پخوانو سلاکارانو، د قامي امنیت پخواني سلاکار ماېکل فلین او د خارجه اړیکو پخواني سلاکار جارج پاپاډوپولس اقبالي بیان هم ورکړی. دغه دواړو د پلټنو وفاقي ادارې ته د روسي چارواکو سره اړیکو په اړه دروغ ویلي وو.

د رابرټ میولر دفتر او د صدر ټرمپ دفاعي وکیلان وس په دې بحث کوي چې د صدر ټرمپ نه د روس سره د اړیکو په اړه پوښتنې وشي.

خو صدر ټرمپ وايي هغه مرکه ورکولی شي خو په دغې اړه لا څه لوظنامه نه ده شوې.

داسې ګمان کیږي چې رابرټ میولر غواړي د صدر ټرمپ نه د هغه د ځوي ټرمپ جونېر او د روس یو وکیل تر مېنځه شوي ملاقات په اړه پوښتنې وکړي. سره د دې د رابرټ میولر وکیلان غواړې د صدر ټرمپ لخوا د ماېکل فلین د لرې کولو او د اېف بي ايي پخواني مشر جېمز کومې د خپلې څوکۍ نه لرې کولو په اړه هم پوښتنې وشي کله چې هغه د روس سره د اړیکول په اړه پلټنې کولې.

د اتوار په ورځ صدر ټرمپ په یو بل ټوېټ کې د سپټمبر میاشتې پورې د حکومت چلولو لپاره د ۱.۳ ټریلینه فنډ منظورولو دفاع هم کړې.

صدر ټرمپ ویلي د ۱.۶ بلینه ډالرو سره د دیوال جوړولو او د پولې خوندي کولو لپاره ډیر څه کیدی شي.

صدر ټرمپ په خپل ټوېټ کې په ډیمو کریټ ګوند تور لګولی چې د مېکسیکو سره په پوله یو لوې دیوال باندې نه راضي کیږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG