لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په ترکې کې ټاکنې او د ترکیانو هیلې


په ترکي کې هر پينځه کاله پس انتخابات کيږي د ترکي وګړي وايې اقتصاد به د ترکي د راېې ورکونکو لومړۍ ترجيح وي. حسن درور د ترکي يو رېټاېرمشر دی وايې، بې روزګاري لويه ستونزه ده.

٫٫ زما لپاره تر ټولو غټه مسله د بې روزګارۍ ده، تاسو په دې ملک کې بې روزګارۍ ته اوګورئ، زه د دغې مسلې حل غواړم، په دې مې کار نشته چې ووټونه هر څوک ګټي.٬٬

حنيف یوه الطين کاروباري ښځه ده، دا هم وايي بې روزګاري او اقتصاد د دې لومړۍ ترجيح ده. ٫٫ زما لپاره امېدواران مهم نه دي، اقتصاد او بې روزګاري زما لپاره لويې مسلې دي، او بيا چې ترکي په کوم لور روان دی دغه هم زما نه دی خوښ.٬٬

هرڅه کې خلک د ترکي په غورځيدونکي اقتصاد او بې روزګارۍ نيوکې کوي خو د صدر اردوان پلويان وايې ترکي مخ په ترقۍ روان دی.

اينجن ګوزېن د ترکي يو ريېټايرشوی افسر دی او وايي: ٫٫ په ترکي کې حالات ښه دي ، سرمايه کارۍ وده کړې ده او د صحت په مد کې هم ډېره ترقي شوې هسپتالونه ډېر ښه شوي دي او دغسې روډونه هم ډېرښه دي او تنخواګانې هم ډېرې ښې شوي دي کم از کم تنخوا ۲۱۰۰ ليرو ته رسېدلې ده چې ډېره ښه خبره ده.٬٬

خو نور ووټران وايې د ترکي کرنسي لېرا د کال ۲۰۱۸م راهسې ډېره غورځېدلې ده چې د ترکي د خراب اقتصاد علامې دي. ساتيا يلدرم آزاده خبرياله ده، وايۍ د ترکي اقتصاد په ښکته راون دی.

٫٫ حالات په ښه کېدو نه دي مونږه له په اقتصاد پاملرنه پکار ده، زه به په دغه خبره خپله راې هغه چاله ورکوم چې د ترکي اقتصاد ته پام وکړي.٬٬

هر څه که د ترکي اکثره خلک بې رزوګاري او اقتصاد لوېې مسلې ګڼي خو د امن خوندي کول هم د ډېرو شريکه اندېښنه ده. محمت اوکار کردي ځوان دی په کردۍ ژبه وايې: ٫٫ له هر څه لومړی امن دی چې ترڅو امن نه وي په ځاېې شوی په جنګونو کې هېڅ نه شي کېدلی.٬٬

د مارچ په ۳۱مه نېټه په ترکي کې کېدونکي انتخاباتو کې څيړونکي وايې کردان به پکې بنيادي رول لوبوي، په دې انتخاباتو کې کرد پلوه ګوند د پيپلزډيموکرېټک پارټۍ يا اېچ ډي پي سره اېتلاف کړی دغې پارټۍ د ترکي آزاد خياله ريپبلېکن پيپلز پارټۍيا سي اېچ پي سره اېتلاف کړی چې په ګډه يې د صدر طيپ اردوان جسټس اېنډ ډيولپمنټ پارټۍ يا ای کی پي ته يو سخت محاذ جوړ کړی او داسې ښکاري چې د کردانو په ميلينونو راې به هم د صدر اردوان په مخالفت کې پريوزي چې په انتخاباتو به يې درون اثر وي.

  • 16x9 Image

    بختور شاه

    بختور شاه په واشنګټن ډي سي کې د وي او ای ډيوه لپاره په قبايلي سيمو، تعليم او شعرو شاعرۍ خپرونې کوي، د بي بي شیرېنې پروگرام کوربه دی او د ډیوه د ویب پاڼې لپاره ځانګړي بلاګونه ليکي. په انګرېزي ادب کې د پېښور يونيورسټۍ نه ماسټر ډگري لري او شاعري هم کوي

     

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG