لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې په شام کې په زیاتیدونکې جګړه اندیښنه ښودلې


Syria Ghuta Airstrike
Syria Ghuta Airstrike

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ادارې ویلي د شام سرښار دمشق په مضافاتو کې محاصره شوي ښار شرقي ګهوټا باندې ترسره شوی بریدونو کې ٨٥ عام خلک وژل شوي او نژدې ١٨٣ ژوبل شوی چې زیات تره شمیره ېې ښځې او ماشومان دي.

د ادارې تر مخه دغه مرګ ژوبله د نوي کال په لومړو ١٠ ورځو کې ترسره شوې. د ملګرو ملتونو دفتر د دغه مرګ ژوبلې تور د شام په حکومتي عسکرو او د دوي د اتحادیانو لخوا په زیاتیدونکي بریدونو لګوي، او زیاتوي هم پدی موده کې د ګهوټا ښار دننه وسله والو ډلو د دمشق په هغه سیمو باندی راکټې ویشتي چرته چې لویه ابادي ژوند کوي او په خلکو کې ویرې خورې شوي.

د ملګرو ملتونو هايي کمشنر زیډ راد الحسین د دې بریدونو غندنه کړی او ویلي يې دي چې په جګړه کې اخته ډلې دې یاد ولري چې د نړیوال قانون له مخې دوي باید د قانوني، نظامي اهدافو او ملکي وګړو تر منځ توپیر ولري.

د هايي کمشنر ویاندې لز تهروسل وایس اف امریکا ته ویلي هغه نه پوهیږي چې د شام حکومت او اتحادیان د جګړې د زیاتوالي له لارې څه ترلاسه کول غواړي؟

٫٫ هغه څه چې موږ یې په اړه اندیښمن یو هغه د ملکي تلفاتو اغیز، او د عام اولس ویرې دي. که ورځ وي او که شپه، هوايی بریدونه ترسره کیږي او د دی له وجې خلک د خپلو کورونو په تهخانو کې په پټیدو مجبوره شوي دي.٬٬

ښاغلي زید په ادلیب سیمه کې په خراب امنیت باندی اندیښنې ښودلي. میرمن تهروسل وايي چې د خپلو اتحادیانو سره یو ځاېې حکومتي ځواکونو تر منځ نښتې، او د وسله والو مخالفو ډلو اتحاد لاوجې نزدې دوه ملینه شامیان د دې تازه جګړې ښکار کیدو خطر سره مخ دي.

د ایران، روس او ترکي لخوا تیر کال د مۍ په میاشت کې د یوې لوظنامې لاندی، د ختیځ ګهوټا او ادلیب داسې سیمې ګرځول شوي چرته چې په جګړه کې بوختې ډلې په یو بل بریدونه نه کوی. د دې تړون مقصد دا وو چې په تندۍ سره تاوتریخوالی پاېې ته ورسیږي او په ټاکل شوو سیمو کې بشري وضعیت ته وده ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG