لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو د طالبانو په دوره کې د مرستو د پاره 2.9 بيلين نغدې ډالر افغانستان ته وړي


رپورټ وايي د امريکا وزارت خارجه او يو ايس ايډ لخوا د 1.7 بيلين ډالر نه زياتې پيسې د بشري مرستو د پاره ورکړي چې د پي ايي اوز، اين جي اوز، ملګرو ملتونو او کولمبو پلان په ذريعه خرڅ کړل شوي.
رپورټ وايي د امريکا وزارت خارجه او يو ايس ايډ لخوا د 1.7 بيلين ډالر نه زياتې پيسې د بشري مرستو د پاره ورکړي چې د پي ايي اوز، اين جي اوز، ملګرو ملتونو او کولمبو پلان په ذريعه خرڅ کړل شوي.

وي او ای

د سيګار د تازه رپورټ تر مخه ملګرو ملتونو د اګست 2021 نه په دېخوا د نړيوالو مرستندويانو کم نه کم 2.9 بيلين ډالر په سوداګانو، وړلو او پيسو انتقالولو خرڅ کړي.

امريکا په نړيواله مرستندويه هېوادونو کې په سر کې ده چې تر اوسه يې د ملګرو ملتونو، پبلک انټرنيشنل ارګنايزيشنز ( پي ايي اوز) او اېن جي اوز په لاس په دې مرستو کې نزدې 2.6 بيلين ډالر افغانستان ته لېږلي.

رپورټ وايي د امريکا وزارت خارجه او يو ايس ايډ لخوا د 1.7 بيلين ډالر نه زياتې پيسې د بشري مرستو د پاره ورکړي چې د پي ايي اوز، اين جي اوز، ملګرو ملتونو او کولمبو پلان په ذريعه خرڅ کړل شوي.

د سيګار د موندنو ترمخه ټول مرستندويان د ملګرو ملتونو شريک اکاونټونو ته پيسې ورکوي چې پکې د امريکا سټيټ ډيپارټمنټ او يو ايس ايډ هم دي خو دوی دا نشي ويلی چې د دوی په ورکړو مرستو څومره نغدې پيسې اخستل کيږي او افغانستان ته لېږل کيږي.

د ملګرو ملتونو د رپورټ ترمخه نړيوالې ادارې د پيسو اخستل او افغانستان ته نغد انتقالول يې ځکه پيل کړل چې افغانستان په نړيوال بينکېنک نظام کې ځای نه لري او په اقتصاد کې يې خپله کرنسي هم پوره نه ده.

رپورټ وايي ملګري ملتونه د نيو يارک د فيډرل ريزروز بينک نه ډالرې اخلي او بيا يې افغانستان ته انتقالوي. په کابل هوايي ميدان دا پيسې د ملګرو ملتونو چارواکو ته د بيلا بيلو امنيتي او روڼتيا د پخلي د چارو پوره کولو وروستو حواله کيږي چې د افغانستان يو شخصي بينک ته وړلی شي چرته چې د ملګرو ملتونو اکاونټس دي په هغې کې جمع کولی شي.

د طالبانو د واک لاندې د افغانستان بينک ته هم د دې ګټه رسيږي ځکه چې شخصي بينکونه په دومره کچه افغانۍ نه لري چې د دومره ډالرو قيمت پرې پوره کړي نو دوی د دغې کمي پوره کولو د پاره د افغانستان د مرکزي بينک نه افغانۍ اخلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG