لاس رسیدونکی لینک

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د تعلیم د فعالانو په قېد تشویش څرګند کړی
تازه خبر

ملګرو ملتونو په افغانستان کې د ښځو د حقونو او د تعلیم د فعالانو په قېد تشویش څرګند کړی

"یوناما د خپلسرو نیونو دپای ته رسولو غوښتنه کوي او غواړي چې دکورنۍ له غړو سره د تماس، وکیلانو ته د لاسرسي، پاملرنې او د عادلانه محاکمې حقونه دې ورته خوندي وي،" یوناما په پښتو ژبه کې په خپله فېس بک پاڼه وویل.

په افغانستان کې د ملګرملتونو مرستندویه پلاوي، یوناما، د ښځو د حقونو او د تعلیم د هغو افغان فعالانو په اړه تشویش څرګند کړی چې د واکمنو طالبانو په بند کې دي او غوښتنه یې کړې چې طالبان دې د خلکو "خپل سري" نیولو لړۍ ودروي.

یوناما د شورو، چهارشنبې، په ورځ په سوشل میډیا د احمد فهیم عظیمي، صدیق الله افغان او منیژه صدیقي په اړه د اندېښمۍ اظهار وکړو چې د اکتوبر د میاشت راهسې په حراست کې دي.

"یوناما د خپلسرو نیونو دپای ته رسولو غوښتنه کوي او غواړي چې دکورنۍ له غړو سره د تماس، وکیلانو ته د لاسرسي، پاملرنې او د عادلانه محاکمې حقونه دې ورته خوندي وي،" یوناما په پښتو ژبه کې په خپله فېس بک پاڼه وویل.

د وي او ای اشنا څانګې د رپورټ ترمخه د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ملي تلویزیون سره په مرکه کې د یوناما د غوښتنې ته په جواب وویل په افغانستان کې په خپلسر ډول نیونې نشته او په دې برخه کې ترسره کېدونکي اجراات قانوني او د شریعت مطابق دي.

نړیواله ټولنه د ښځو په اړه د طالبانو د ګامونو مخالفت کوي او غوښتنه کوي چې طالبان دې د ښځو په تعلیم، کار روزګار او د سفر بندیزونه لرې کړي.

طالبانو د بیا واکمنېدو نه پس افغان مېرمنو د خپلو حقونو د تحفظ دپاره په کابل کې یو شمېر مظاهرې هم کړي دي او فعالان وايي طالبانو د مظاهرو ختمولو دپاره د طاقت او زور زیاتي نه کار اخیستی دی.

د اشنا څانګې د رپورټ ترمخه، د افغانستان د ښځو سیاسي مشارکت نومې یو تحریک چې د ښځو د حقونو دپاره کار کوي په کابل کې طالبانو دلاسه د ښځو او نجونو په نیول کېدو تنقید کړی دی.

تحریک ویلي په دې وروستیو ورځو کې په خصوصي توګه د کابل په دشت برچي کې وضعیت ډیر خراب شوی او طالبان "په ډیر وحشیانه ډول د بدحجابۍ په بهانه" نجونې نیسي او نامعلوم ځای ته یې وړي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG