لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان کې سږکال هم 14 لکه نجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې شوې دي: یونیسکو


(FILES)
(FILES)

د ملګرو ملتونو تعليمي، ساینسي او کلتوري ادارې يونيسکو ويلي چې سږ کال هم په افغانستان کې 14 لکه نجونې د شپږم ټولګي پورته له زده کړو پاتې شوې دي.

دغه ادارې ويلي چې د جينکو تعليم څخه محرومول د هغوی ژوند زیانمنوي او د افغانستان د پرمختګ مخه نيسي۔

د افغان مېرمنو د حقونو لپاره غږ پورته کوونکي فعالان وايي چې د جينکو په زده کړو بندېز د ټولنې په پرمختګ کې د خنډانو رامنځته کولو ترڅنګ په اوسني بد اقتصادي وضعيت کې د کورني تاو تريخوالي او د کم عمرۍ د ودونو هم لامل ګرځي۔

په افغانستان کې نوی تعليمي کال په داسې حال کې پېل شوی چې د جينکو دپاره د تعليمي ادارو دروازې لا هم نه دي پرانستل شوي۔

د نوي تعليمي کال له شروع کېدو وروسته يونيسکو ویلي چې سږ کال هم 4۔1 ميليونه افغان نجونې د شپږم ټولګي پورته د زده کړو پاتې شوې دي.

د افغان ښځو د حقونو فعاله عادله بهرام نظامي وایي،په نجونو چې د زده کړو دروازې تړل شوې نو دا په ټولنه کې د بیلابیلو ستونزو راپورته کېدو لامل ګرځي.

ډیوه سره خبرو کې هغه وایي " په کورونو کې تاسو تاوتريخوالي ته وګورئ، يو خوا فقر دی، بلخوا د نجونو پرمخ د مکتوبونو دروازې تړل شوې دي او دوي د تعليم او تربيې نه پاتې کېږي، نو يو خو روحاني وضيعت د خرابۍ اړخ ته ځي، بل د ټولنې د پرمختګ مخه نيول کېږي او درېم دا چې کورنۍ مجبوره کېږي چې دا جينکۍ په وړوکي عمر کې واده کړي او دوی دنور تاوتريخوالي سره مخ کېږي"

طالبانو چې په اګست 2021م کال کې د افغانستان حکومت یو وارې بیا د ټوپک په زور ونیولو نو له هغې وروسته یې وړومبی د شپږم ټولګي پورته د جينکو په تعليم بندېز ولګولو او بيا يې په پوهنتونونو کې هم ښځينه زده کوونکې د تعليم ترلاسه کولو نه منعې کړې۔

کار پوهان وايي د يو هېواد نيمايي ابادي د تعليم ترلاسه کولو نه منعې کول ټولنه په مستقل ډول د تيارو سره مخ کول دي۔

د سياسي او اقتصادي چارو افغان کارپوهه ښاغلی اصف ننک وایي، د افغانستان 200 ولسوالۍ یا ضلعې دا مهال د ښځینه معلمانو څخه محرومې دي اؤ نیمایي ټولنه په تیاره کې پرته ده.

" نيمه ټولنه په تياره کې ده، په 200 ولسواليو کې اوس ښځينه معلمې نه لرو نو دا به په شل دېرش کاله کې هم جبران نشو کړای، د تعليم نه شتون معنا يې دا ده چې د خدایې د معارفت دپاره ته څوک بې وسه کوې، چې علم ولرې خو د خدایې معارفت اسانه کېږي، بل دا چې يو څوک به خدمت کولی شي،مسلک به ترلاسه کړي"

د بخښنې نړیوال سازمان په ایکس رسنۍ باندې خپل يو پیغام کې ویلي چې د طالبانو له خوا د نجونو زده کړو څخه د منعې کولو اقدام د هغوی راتلونکی له منځه وړي او په وېنا يې نړۍ نه شي کولی چې د هغوی ددغه خواشینوونکي وضعیت څخه سترګې پټې کړي۔

د افغان مېرمنو د حقونو فعالانې وايي چې د جينکو د تعليم څخه بندېز لرې کول نه يوازې د افغان ټولنې په ګټه دی بلکې د طالبانو د خپل رژيم د دوام دپاره هم مهم دي۔

د عادله بهرام نظامي په وینا،" فکر کوم که اوسني نظام پخپله پالېسۍ تجديد نظر وکړو نو يو خو دا ده چې د دوی په نفعه هم ده، په نفعه په دې معنا چې يوه سالمه اداره به منځته راشي او په هغې کې به د افغانستان ټول وګړي ځان وويني"

طالب چارواکو وار په وار ويلي چې د جينکو د تعليم پرضد نه دي او د زده کړو د ځنډېدو علت یې د هغوی لپاره د یو مناسب چاپېریال رامنځته کول او د یوې طرحې جوړول بللي دي۔ خو د څه باندې دوو کالو تېریدو باوجود طالبانو نه خو د نجونو د زړه کړو نه بندیز پورته کړو اؤ نه ددې بندیز پورته کولو لپاره کومه مشخصه موده ښایي

  • 16x9 Image

    عبد الرزاق

    عبدالرزاق له وي او اې ډیوه سره په پېښور کې د خبریال په توګه د ملټي مېډیا په برخه کې کار کوي. هغه د خیبرپښتونخوا او افغانستان د سیاسي، ټولنیزو، اقتصادي، تعلیمي او روغتیايي موضوعاتو په اړه رپوټونه جوړوي. ​عبدالرزاق له هزاره پوهنتونه په جرنلزم کې ماسټر ډګري اخیستې او له خیبرنیوز سره په پېښور کې د خبریال په توګه کار کړی. هغه ډان او ایکسپریس ټریبیون انګرېزي ورځپاڼو او نورو ویبپاڼو ته هم لیکنې کوي.

Forum

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG