لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې د ډزبندۍ هرکلی کړی او وایي د کابل د برید ذمه واره داعش ډله ده


امریکې د کوچني اختر په مهال د وسلوالو طالبانو له خوا په ټول هېواد کې د ډزبندۍ هرکلی کړی او پر دواړو غاړو یې ږغ کړی چې شخړه د خبرو له لارې حل کړي او په هېواد کې وحشیانه تشدد پای ته ورسوي. بل لور ته یورپي اتحاد هم نن په افغانستان کې د کابل د پېښې په ضد له ملي ماتم سره همغږي ښکاره کړې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو د وزارت ویاند نیډ پرایس پرون یوې خبري غونډې ته په وینا کې په کابل کې د نجونو پر ښوونځي د اپرېل د اتمې برید وغانده. که څه هم د دې برید ذمه واري تر اوسه کومې وسلوالې ډلې نه ده منلې خو ښاغلی نیډ‌ پرایس وایي داسې څه نخښې شته چې ګواکې دا برید به طالبانو نه بلکې داعش ډلې کړی وي.

د خارجه وزارت ویاند وایي دوی تر اوسه دې ته کتنه کوي چې د کابل د وروستي خونړۍ برید ذمه وار څوک دي خو وایي په افغانستان کې پر شیعه مسلمانانو د ورته بریدونو ذمه واره داعش ډله ده.

د اپرېل پر اتمه د یو ښوونځي مخته بمي حمله د کابل په لوېدیځ کې د دشتِ برچي په سیمه کې شوې وه، چې اکثر اوسېدونکي یې هزاره شیعه مسلمانان دي او په دې سیمه کې په تېرو کلونو کې هم پر سکولونو، روغتون او امام بارګاه باندې بریدونه شوي چې ذمه واري یې اکثر داعش ډلې منلې ده.

افغان چارواکي وایي د کابل په وروستي برید کې د وژل شویو کسانو شمېر 58 تنو ته رسېدلی او 150 ټپیان دي چې اکثر پکې نجونې زده کوونکې دي.

طالبانو نه یواځې په دې برید کې لاس لرل رد کړي بلکې غندلې یې وه خو افغان حکومت یې ذمه واري پر طالبانو ور اچولې ده.

د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند نیډ پرایس وایي،‌ دا خبره یې په پام کې ده چې طالبانو د کابل په وروستي برید کې لاس لرل رد کړي دي او د اختر په ورځو کې د درې ورځنۍ ډزبندۍ هرکلی یې کوي، خو له طالبانو یې غوښتي چې ډزبندي وغزوي او تشدد کم کړي. نیډ پرایس ویلي:

"موږ ټول پوهېږو چې تاوتریخوالي ته بیرته را ستنېدل به ډېر بې معنا او دردوونکی کار وي. موږ طالبانو ته وایو چې په تشدد کې پاتېدل به دوی ته جواز او دوام ور په برخه نه کړي".

بل لور ته یورپي اتحاد د وروستیو خونړیو بریدونو په ضد نن په افغانستان کې له اعلان شوي ملي ماتم سره پیوستون ښکاره کړی او وایي چې بیرغ به یې نن ځوړند وي. یورپي اتحاد په یو ټویټ کې ویلي چې د سولې په لاره کې د افغانستان له خلکو سره ملګري دي.

په داسې حال کې چې امریکا او نېټو ځواکونه له افغانستانه خپل پوځونه باسي، په کابل او لوګر کې وروستیو خونړیو بریدونو په دې هېواد کې د نورو دې ته ورته بریدونو اندېښنه هم پیدا کړې ده.

د طالبانو د ډزبندۍ تر اعلان وروسته افغان ولسمشر اشرف غني هم پرون په هېواد کې د کوچني اختر په مهال د ډزبندۍ اعلان وکړ. د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ویاند پر طالبانو او افغان حکومت ږغ وکړ، په سنجیدګۍ سره دې د سولې خبرې پر مخ بوځي چې افغان ولس له ترهګرۍ او تشدد پاک راتلونکی ولري.

طالبانو سمدستي د افغان حکومت او امریکې له خوا د دایمي ډزبندۍ غوښتنې ته څه جواب نه دی ویلی، خو په تېرو کلونو کې یې هم چې ډزبندي کړې هغه یې د اختر تر درو ورځو نه ده غزولې او د ډزبندۍ تر ختمولو سمدستي وروسته یې په جګړه لاس پورې کړی دی.

د طالبانو او افغان حکومت تر منځ د سولې خبرې له تېرو څو میاشتو راهیسې ځنډېدلې دي، افغان حکومت وایي طالبان په خبرو کې دلچسپي نه لري خو طالبان وایي هغه وخت به بیا خبرو ته ورسره کښېني چې پاته 7,000 نور بندیان خوشي شي او د ملګرو ملتونو او امریکې له خوا یې پر مشرانو لګېدلي بندیزونه ختم شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG