د امریکا ایوان نماېندګانو د اسرایل، اوکراېن او تاېوان لپاره د ۹۵ اربه ډالره د مرستو بل منظور کړی.
د خالي/ شنبې په ورځ منظور شوي دغه بل کې د اوکراېن د جګړې لپاره ۶۱ اربه ډالره، د اسرایل لپاره ۲۶ اربه ډالره او د انډو پېسفک سیمې لپاره ۸ اربه ډالره مرستې شاملې دي.
د ایوان نماېندګان لخوا د منظورۍ وروسته به دغه بل اوس د ډیموکرېټ ګوند اکثریتي سېنټ ته د منظورۍ لپاره لیږل کیږي او د هغې وروسته به د امریکا صدر جو باېډن ته لیږل کیږي.
د امریکا په سېنټ کې د ډیمو کرېټ ګوند مشر چک شومر تیره ورځ په یو بیان کې ویلي چې سېنټ به دغه بل د سه شنبې/ نهې په ورځ منظور کړي.
د یاد بل د منظورۍ وروسته د اوکراېن صدر ولادیمیر زېلنسکي د امریکايي کانګرس مننه کړې او په خپل یو بیان کې ویلي ٫٫ ځه د امریکا د نماېندګانو د ایوان سره سره د دواړه امریکايي ګوندنو، په شخصي توګه د سپیکر ماېک جانسن مننه چا چې یوه سیمه فیصله کړې.
د روس خارجه وزارت د یاد بل د منظورۍ وروسته په یو بیان کې ویلي چې د دې سره به په نړۍ کې روانې لانجې نورې هم زیاتې شي.
په یاد بل کې د اسرایل لپاره منظورو شوو ۲۶ اربه ډالره مرستو کې ۹.۱ اربه ډالره د بشري مرستو لپاره ورکول کیدونکی امداد دی.
د امریکا صدر جو باېډن تیره اونۍ اسرایل ته ورکړل کیدونکي پوځي مرستو په اړه یو خپور کړي بیان کې ویلي وو چې ایوان نماېندګان، کانګرس او سېنټ به ډیر زر دغه بل منظور کړي او نړۍ ته به دا ښکاره پېغام ورکړي چې امریکا به ایران او روس ګټې ته نه پرېږدي.
د یاد بل لاندې د امریکا صدر په ایران او روس نور بندیزونه هم لګولی شي.
په یاد بل کې د ټک ټاک چین ملکیتي سوشل میډیا کمپنۍ ٫٫ باېټ ډانس٬٬ ته ویل شوي چې په یو کل کې خپل چینايي برخه خرصه کړي ګنې په ټک ټاک به په امریکا کې پابندي ولګول شي. امریکايي چارواکي اندېښنه لري چې د چین حکومت د ټک ټاک کارونکو ۱۷ کروړه امریکایانو معلومات په غلطه توګه کارولی شي چې ورسره د امریکا قامي سلامتیا ته خطرونه جوړیدی شي.
Forum