لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا- ایران تاوتریخوالی: ایران د یورینیم غني کولو اعلان کړی


په داسې حال چې د امریکا او ایران ترمنځ تاو تریخوالي سېوا شوی ایران ویلي د یورینیم غني کول يې څلور چنده زیات کړي.

ایراني چارواکو ویلي د غیر پوځي توانایۍ د استعمال لپاره به یورینیم غني کوي، کوم چې د ایران او نړیوال طاقتونو ترمنځ د کال ۲۰۱۵م نیوکلیاي تړون ترمخه د پوځي استعمال لپاره پېدا کوونکو یورینیم نه ډېرکم دی.

د ایران صدر حسن روحاني دوه اونۍ وړاندې اعلان کړی وو، هغه د نړۍ شپږ طاقتور هیوادونو سره شوي نیوکلیايي تړون د ځنې برخو نه ځان وباسي.

روحاني خبرداری ورکړی چې ایران د وسلې جوړولو لپاره پکار یورینیم غني کولو ته یو ځل بیا نژدې کیدی شي که چرې تهران د جولايي د میاشتې پورې د نیوکلیاي تړون لاندې دوي ته ورکړل کیدونکي اقتصادي مراعات ونه لیدل.

د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ یو کال وړاندې د ایران سره شوي نیوکلیاي تړون نه ځان وباسلی وو او په تهران یې یو ځل بیا اقتصادي بندیزونه لګولي وو.

په داسې حال چې د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ او ایراني چارواکو یو بل ته نیغ په نیغه دهړکې ورکړي، د صدر ټرمپ د انتظامیې اعلا چارواکي به د نهې یا سه شنبې په ورځ د امریکايي کانګرس غړو ته د ایران نه موجودو خطرو په اړه ځوابونه ورکوي.

د امریکا د خارجه چارو سیکتر ماېک پمپیو، د دفاع موقتي مشر پېټرک شېنهن، د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفرډ او د استخباراتي ټولنې افسر به د کانګرس غړو ته د ایران لخوا موجودو خطرو باندې بحث کوي. امریکايي چارواکو د شکونه څرګند کړي چې تیره اونۍ د سعودي عربستان د تیلو راویستو په دوو مرکزونو بریدونه او په سمندر کې د تیلو لیو ټینکرو ته تاوان رسولو په شا د ایران لاس دی.

د ګل په ورځ د امریکا یو مهم سېنټر لېنډسی ګراهم ویلي چې د صدر ډانلډ ټرمپ د قامي امنیت صلاحکار جان بولټن لخوا د معلوماتو ورکولو وروسته هغه ته دا خبره په ډاګه شوې چې ایران په تیرو څو اونیو کې د نورو قامونو د تیلو پاېپ لاینونه، او سمندري بیړۍ په نخښه کړي او په عراق کې امریکايي مفاداتو ته خطر جوړ کړی.

سېنټر لېنډسي ګراهم په ټوېټر لیکلي: ٫٫ ذمه واري ټوله د ایران ده، د امریکا یا نورو قامونو نه ده. که چرې د ایران لخوا د امریکایانو او یا امریکايي مفاداتو ته هم دغه شان دهړکې وي. نو مونږ له یو سخت پوځي ځواب ورکول پکار دي.٬٬ نوموړي په دغه ټوېټ کې صدر ټرمپ ته لیکلي ٫٫ د ایران پرضد ښه قوي ودریږه. ٬٬

د ګل/ دوشنبې په ورځ د ایران خارجه وزیر محمد جواد ظریف ویلي وو، د امریکې صدر ډانلډ ټرمپ دې د دړکو پرځای احترام زده کړي.

د جواد ظریف د دغه خبرې یوه ورځ وړاندې (اتوار، یکشنبې) د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د ټوېټر دلارې ایران ته خبرداری ورکړی وو چې که چرې ایران جنگ غواړي نو دغه به "په رسمي ډول د ایران خاتمه وي."

صدر ټرمپ وویل ایران دې هیڅ کله هم امریکې ته گواښ ورنه کړي.

ایراني خارجه وزیر وویل صدر ټرمپ د یوې ډلې چې پکې اسرائیلي وزیراعظم بېنجمن نیټن یاهو او د امریکې د قامي سلامتیه مشیر جان بولټن شامل دي د فشار دلاندې د داسې هدفو ترلاسه کولو امید کوي چې د هغه نه وړاندې "اشغالگر" پکې ناکامه پاتې شوي دي.

جواد ظریف وویل ایرانیان د پېړیو راهسې د اشغالگرو په ضد ودرېدلي دي "او اقتصادي ترهگري او د قتل عام بېغورونه ایران نشي ختمولی."

داسې ښکارېده چې تېره هفته صدر ټرمپ د ایران په اړه څه قدرې نرمه لحجه خپله کړې وه او ویلي یې وو چې که اېراني مشران ورته ټېلي فون وکړي نو هغه به ورسره خبرو ته تیار شي.

د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په وایټ هاوس کې د صدر ټرمپ نه یو خبریال پوښتنه وکړه چې ایا امریکا د ایران سره د جنگ په لورې روانه ده نو ډانلډ ټرمپ وویل هغه "امید نه کوم چې داسې وشي."

خو د دې باوجود د امریکې او اتحاديانو او د ایران ترمنځ په تاوتریخوالي کې کمی نه لیدل کیږي.

په عین حال کې په بغداد کې د امریکې سفارتخانې سره نژدې راکټ غورځېدلی دی خو څه مرگ ژوبله یې نه ده رامنځته کړې.

د امریکې د خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ ترجمان وویل داسې ډول حملې به نه برداشت کوي او که چېرې داسې حملې د ایران دپاره جنگېدونکې ډلې کوي نو ذمه واري به یې په ایران اچول کېږي.

تېره هفته د سعودی عرب د تېلو په دوو مرکزونو ډرون حملې وشوي چې سعودي مامورین یې پړه په ایران پلوه هوثي باغیانو اچوي.

امریکا په خلیج فارس کې په څلورو سمند‏ري جهازونو د حملو ذمه واري په ایران اچوي. سعودي عرب ویلي د ایران راپارونکي گامونه به نه زغمي.

د ایران خبري ادارې د پاسداران انقلاب ځواکونو د مشر حسین سلامي له قوله ویلي هېواد یې جنگ نه غواړي نو د جنگ نه ویریږي هم نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG