لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په امریکې د ناین الېون حملو ۲۲ کاله وشوو


د القاعده په حملو کې قریباً ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي
د القاعده په حملو کې قریباً ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي

په امریکې د کال ۲۰۰۱ د سېپټمبر د ۱۱ نېټې حملو ۲۲ کاله وشوو او په دې لړ کې د ګل، دوشنبې، په ورځ دستورې وشوې.

د القاعده په حملو کې قریباً ۳۰۰۰ کسان وژل شوي دي.

د ناین الېون د حملو د ۲۲ کليزې په مناسبت به صدر جوبایډن په الاسکا ریاست کې په یو پوځي مرکز کې دستورې ته تقریر کوي. په غونډه کې به پوځي عسکر، د امدادي ادارو غړي او کورنۍيې شریکت کوي.

بایډن به الاسکا کې په هندوستان کې د جي ټونټي تنظیم د سر مشریزې غونډې او د ويت نام د دورې نه پس کور ته لاره پړاو کوي.

د امریکې نایب صدره کاملا هېرېس به په نیوایارک ښار کې د ناین الېون حملو د کلېزې په مناسبت د نېشنل سېپټمبر الېون مېموریل اېنډ میوزیم په دستوره کې شرکت کوي.

د کاملا هېرېس خاوند ډګ اېمهاف به په پېنسېلوېنیا ریاست کې په هغه ځای کې دستوره کې ګډون کوي چېرته چې د ناین الېون په ورځ دریم جهاز غورځېدلی و.

د صدر بایډن مېرمن جېل بایډن او د امریکې د دفاع وزیر به لواېډ اسټن به په پېنګان کې د ناین الېون د کلیزې په مناسبت دستوره کې شريکېږي او په یو یادګار به ګلونه اېږدي.

د سېپټمبر یولسمه نېټه د نېشنل ډی اف سروېس اېنډ ريمېمرېنس یا د خدمات او یادونې د قومي ورځ په توګه پېژندل کېږي چې مقصد یې د خفګان ورځ د هغو کسانو په یادولو او احترام ورکولو کې بدله کړی شي چې د ناین الېون حملو ځپلي دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG