لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بحېره روم کې د امریکايي جنګي الوتکې غورځېدو پېښه کې پينځه پوځي اهلکار وژل شوي


د امریکې د دفاع وزارت پرون د اتوار/ يکشنې په ورځ تاييد کړی، د جمعې په ورځ بحېره روم کې د جنګي الوتکې غورځېدو پېښه کې پينځه امریکايي پوځي اهلکار وژل شوي وو.


دغه پېښه هغه وخت شوې وه چې ځواکونو یې په هوا کې د تيلو اچولو د معمول تمرين کولو او الوتکه غورځېدلې وه.
د امریکې په يورپ کې کمانډ د پېښې په اړه نور جزيات نه دي شريک کړي چې دا پېښه په کومه علاقه کې شوې ده. خو ويلي يې دي په پېښه کې دښمن نه دی شامل.

ويل شوي د وژل شوو نومونه به یې د خپلوانو د خبرولو وروسته ورکړی شي.


د امریکې پوځ په اووم اکتوبر د حماس لخوا په اسرايل د حملې وروسته دوه جنګي الوتکې وړونکې سمندري بېړۍ د منځني بحېره روم سمندر ته لېږلي او په ځای کړي دي.

امریکا ويلي، دغه سمندري بېړۍ يې په سيمه کې د خپلې موجودګۍ سېوا کولو او د شخړې خورېدو د مخنيوي دپاره په ځای کړي دي.


ویل شوي د غورځېدلې جنګي الوتکې د موندلو دپاره جنګي الوتکو او کشتو لټون پېل کړی او د پېښې پلټنې یې هم روانې کړي دي.


د امریکې صدر جوبايډن او لومړۍ مېرمن جل بايډن وژل شوو پينځو اهلکارو ته د عقيدت پيروزنې وړاندې کړي، د هغو کورنيو چې خپلوانو اهلکارو یې ژوند د لاسه ورکړی، دپاره دعا غوښتې ده.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG