لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا ژمنه کړې، په افغانستان کې د طالبانو د بند څخه به درې امریکايان خوشي کړي

د افغانستان دپاره د امریکې ځانګړي استازي تومس ويسټ تېره شپه ناوخته په اېکس (پخواني ټويټر) ويلي، "نن د ریان کوربټ، محمود حبیبي او د دوی کورنیو په فکر کې یم او دُعاوې ورته کوم. موږ باید ټولو هڅو ته دوام ورکړو ترڅو دوی، او جورج ګلزمن، د دوی کورنیو ته بیرته راولو".

په لسم اګست ويسټ په يو بل پوسټ کې ویلي وو، "د نن څخه دوه کاله وړاندې ریان کوربټ، محمود حبيبي په افغانستان کې نيول شوي وو. ريان، حبيبي او جارج ګلزمن د اوږدې مودې نه په بند کې دي او کورنۍ يې د تکليف څخه تیريږي. مونږ به خپلې ټولې هڅې کوو چې دوی د خپلو کورنیو سره يو ځای کړو".

د امريکا د يرغمل شوو د چارو دپاره صدارتي استازي روجر کارسټینس هم په اېکس پوسټ کې ویلي، دغه درې واړه تنه د اوږدې مودې نه په بند کې دي، او کورنۍ یې د بې سارې درد څخه تيږيږي.

د بشري حقونو فعال کوربټ چې د کلونو راهسې په افغانستان کې د کورنۍ سره اوسېدو، په کال 2021م کې د طالبانو په افغانستان کې د واکمنېدو په وخت وتلی وو.

خو هغه په کال 2022م کې بيرته افغانستان ته ستون شوی او طالبان نيولی وو، کورنۍ یې ویلي، په هغه د هیڅ ډول جرم تور نه دی لګول شوی.

فولي فاونډېشن چې په بهر هيوادونو کې په ناحقه نيول شوو بنديانو د ژغورلو دپاره کار کوي، د دغه سازمان ترمخه، ګلزمن چې په قانوني توګه یې کابل ته سفر کولو، د کال 2022م په پينځم دسمبر د طالبانو استخباراتو "بې له کوم رسمي تور" نيولی وو.

د روان کال مارچ په وروستيو کې په افغانستان کې د واکمنو طالبانو ویاند ذبيح الله مجاهد د طالبانو د کنټرول لاندې ملي رېډيو ټيلي ويژن (آر ټي اي) سره په مرکه کې د قانون د سرغړونو په تور د دوو امریکايانو په ګډون د څو نورو بهرنیانو نيول تاييد کړي وو، خو نور جزيات یې نه وو ويلي.

هغه ويلي وو، "څو کسان چې د افغانستان کې په بند کې دي په دوی کې دوه امریکايان هم دي دوی د افغانسان د قوانينو د سرغړونې په سر بندي کړل شوي ‏دي".

خو په لسم اګست د امریکا مرکزي تحقيقاتي ادارې (اېف بي آی) په يو بیان کې د حبيبي د بې درکۍ په اړه ویلی، چې هغه په لسم اګست 2022م کابل کې د خپل ډرايور سره نيول شوی وو.

اېف بي آی ویلي، دغه افغان اصله امریکايي سوداګر حبيبي په کابل کې د یوې مخابراتي (ټيلي کميونيکېشن) کمپنۍ د اسيا مشاورتي ګروپ دپاره کار کولو. او يادې کمپنۍ ويلي، "باور لري چې حبيبي د طالبانو پوځ يا امنيتي ځواکونو لخوا نيول شوی او د بې درکه کېدو راهسې د هغه په اړه تراوسه هیڅ نه دي اورېدلي".

ويل شوي، حبيبي د طالبانو لخوا د 31م جولايۍ په کابل کې د ډرون په بريد کې د ککړتیا په تور نيول شو، په کوم ډرون بريد کې چې د القاعده مشر اېمن الظواهري وژل شوی وو.

اېف بي آی ویلي، طالبانو د اسيا د مشاورتي ګروپ نور 29 کسان هم نيولي وو.

په افغانستان کې واکمنو طالبانو د درېو امريکايانو په اړه تازه څه نه دي ویلي.

خو يو افغان ټيلي ويژن د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد له قوله پرون د اتوار/ يکشنبې په ورځ ویلي، مجاهد د دوو امریکايانو نيول تاييد کړي او د حبيبي په اړه یې څه نه دي ویلي.

اريانا نيوز د طالبانو د ویاند له قوله ويلي، کابل به د افغان بنديانو چې په امریکا کې په بند کې دي، د هغو په بدل کې امریکايان خوشي کړي.

او د حبيبي په اړه یې ویلي، د دوی سره بندي نه دی خو بيا هم په دغه اړه پلټنې کوي.
طالبانو تيره میاشت په لومړي ځل منلې وه، چې په قطر کې یې د ملګرو ملتونو په کوربه توب غونډه کې د امریکايي چارواکو سره د بنديانو د تبادلې په اړه خبرې شوې وې.

ذبيح الله مجاهد د غونډې وروسته خبريالانو ته ویلي وو، په ليدنه کې یې د دوه امریکايانو بنديانو خبره کړې وه چې په افغانستان کې بندي دي، خو هغه ويلي وو، امریکا دې هم د دوی شرطونه ومني او په ګوانتامو کې د دوی بنديان دې خوشي کړي خو په دغه اړه یې نور تفصيل نه وو ويلی.

تېره اوونۍ د امریکې د بهرنيو چارو وزارت وياند مېتهيو ميلر په واشنګټن کې خبريالانو سره خبرو کې ویلي وو، دوی د طالبانو سره په هره ليدنه کې د بنديانو په اړه خبره کړې ده.

This item is part of

Forum

XS
SM
MD
LG