لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عراق کې په یو پوځي مرکز برید کې پینځه امریکايي کارکونکي ژوبل شوي: چارواکي 


File Photo
File Photo

امریکايي چارواکو د ګل/ دوشنبې په ورځ راېټرز خبری ادارې ته پخلی کړی چې په عراق کې په یو پوځي مرکز/ اډه شوي برید کې پینځه امریکايي کارکونکي ژوبل شوي.

د دغه برید خبر په داسې وخت ورکړل شوی چې د حماس او حزب الله وسله والو ډلو د مشرانو د وژل کیدو وروسته په منځني ختیځ کې د ایران او ایران پلوه ډلو لخوا د نوو بریدونو خطر سېوا شوی.

د عراقي پوځ دوو سرچینو ویلي چې د هیواد په غربي سیمه کې په الاسد هوايي اډه باندې دوه قتوشا راکټونه ویشتل شوي.

یو عراقي پوځي چارواکي ویلي چې دغه راکټونه د اډې دننه لګیدلي. تر اوسه دا نه ده معلومه چې دا بریدونه د ایران لخوا شوي دهړکو سره تړلي دي او که نه.

تېره اونۍ ایران ویلي وو چې د حماس وسله والې ډلې سیاسي مشر اسماعیل هنیه د وژنې ذمه واره امریکا ده ځکه چې دوي د اسرایل مرستې کوي.

یو امریکایي‌ چارواکي چې د نوم نه ښودلو په شرط یې راېټرز خبري ادارې سره خبرې کړي، زیاته کړې چې یو امریکایي سخت ژوبل دی. دغه چارواکي زیاته کړې چې د ژوبلو امریکایانو شمېرې اوس اوس مخې ته راغلي او کېداې شي وروسته بدلې شي. د دغه چارواکي په وینا ٫٫ په مرکز کې شوي برید وروسته لا نور معلومات راروان دي.٬٬

تېره اونۍ امریکايي چارواکو ویلي وو چې امریکا په عراق کې د ځینو هغه وسله والو پرضد بریدونه کړي وو چا چې د امریکا او ایتلافي هیوادونو پرضد د ډرون بریدونو تیارۍ کولې.

د امریکا او ایران دواړو ملګری هیواد عراق د ۲۵۰۰ امریکايي عسکرو کوربه دی او ګڼې ایران پلوه ملېشه یې د امنیتي ځواکونو برخه دي. د اکتوبر د میاشتې راپه دیخوا د کله نه چې د اسرایل او حماس جګړه شورو شوې، عراق یو شمېر بریدونه لیدلي.

ځیني عراقي چارواکو ویلي چې عراق غواړي د امریکا په مشرۍ کې ایتلافي عسکر دې د ستمبر د میاشتې نه د دغه هیواد نه وتل پېل کړي او بیا دې دغه کار د کال ۲۰۲۵م ستمبر میاشتې پورې سر ته ورسوي.‌ او ځیني امریکايي عسکر به د یوې نوې لوظنامې لاندې پاتې شي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG