لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر جوبايډن: په 90 ورځو کې دې معلوم  کړی شي چې د کرونا وايرس د چين څخه خواره شوي؟


د امريکې صدر جوبايډن استخباراتي ادارو ته لارښوونه کړې چې د کرونا وايرس د خورېدو په اړه معلومات دې ګړندي کړی شي او په دغه لړ کې دې په 90 ورځو کې پلټنيز رپورټ وړاندې کړي.

بايډن ويلي چې د کرونا وایرس د پېل اصل حقيقت مالومول اړين دي او په دې اړه ختمي رايې پکار ده چې ايا دا وايرس هم د چين د ليبارټرۍ څخه خواره شوي دي؟.

امریکايي صدر د شورو/ چهارشنبې په ورځ امریکايي ليبارټريانو ته لارښوونه کړې چې د پلټنيزو استخباراتي ادارو مرسته وکړي او د چين نه غوښتنه وکړي چې په پلټنو کې د امریکايي چارواکو سره کار وکړي.

د بايډن انتظاميه د څو میاشو راهسې دا امکان ردوي چې کرونا وایرس د چين د ليبارټرۍ څخه خواره شوي دي خو د دې وبا د خورېدو د رښتياو مالومولو دپاره په وروستيو کې امریکا او ځينې نورو هېوادونو غوښتنې کړي دي.

صدر بايډن ويلي د دې خبرې ثبوت کم دی چې دا وایرس انسان ته د کوم ځناور نه منتقل شوي دي يا په حادثاتي توګه د ليبارټرۍ نه انسانانو ته لګېدلي دي.

خو نوموړي ويلي په دغه لړ کې د چين حکومت د نړیوالو پلټنيزو ادارو سره د مرستو نه انکار کړی دی او اوس هم قوي امکان دی چې د چين حکومت به اوس هم مرستې ونه کړي او ختمي نتيجه به مخې ته رانشي.

نوموړي زياته کړې په ځانګړي ډول دې دا مالومه کړی شي چې دا امکان تر کومه حده سم دی چې د کرونا وايرس د چين د ليبارټرۍ نه خواره شوي دي.

په دسمبر 2019 کې د کرونا وايرس مخې ته راتلو وروسته داسې ويل کېده چې د کرونا وايرس د چين د وهان ښار نه خواره شوي او دا تورونه لګېده چې دا وايرس د وهان د يوې ليبارټرۍ نه خواره شوي يا دا د وهان د څارو د يو مارکيټ نه خواره شوی چرته چې ښاپېرک او نور ځناور خرڅيږي.

په وروستيو کې د مخالفه ګوند ريپبلکن مشرتابه تور لګولی صدر بايډن په دې لړ کې په چين زور نه اچوي.

د امريکا مخکني صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو د کرونا وایرس په حادثاتي توګه د چين د ليبارټرۍ يا بيا د وهان د ځناورو د مارکيټ نه انسانانو ته لګيدلي دي.

بايډن ويلي استخبارات يې په دې دواړو امکاناتو غور کوي او د ثبوتونو ترلاسه کولو دپاره یې د هڅو ګړندي کولو لارښوونه کړې ده.

د صدر بايډن د بيان وروسته په امریکا کې د چین سفارتخانې ويلي کرونا وبا ته سياسي رنګ ورکول د دې وبا د مخنيوي دپاره روانې نړيوالې هڅې او پلټنې اغېزمنوي.

د رويټرز ترمخه د چين سفارتخانې ویلي ځينې سياسي قوتونه د کرونا وايرس په خورېدو سياست کوي او تورونه لګوي.

چين د وړاندې نه دغه خبره رد کړې چې دا وایرس د ليبارټرۍ نه خواره شوي دي.

د امریکې په سېنېټ کې ريپبلکن سېنېټر رېنډپال د کرونا وایرس تور په چين لګولی او د سپينې ماڼۍ لخوا د کرونا وايرس دپاره مشاور ډاکټر فاوچی باندې يې هم نيوکې کړي چې د چين سره یې مرستې کړي دي.

خو ډاکټر فاوچي ویلي د ساينس پوهانو خيال زيات دې لور ته دی چې کرونا وايرس په قدرتي توګه خواره شوي خو په دې اړه يې سل فيصده هيڅ نه شي ويل کېدی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG