لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د جمال خاشقجي په وژنه کې ککړو سعودیانو بندیزونه ولګول


د سعودي خبریال جمال خاشقجي د وژنی یوه نېمه میاشت تیریدو وروستو امریکا د سعودي عربستان په ١٧و حکومتي چارواکو په دغه وژنه کې لاس لرلو په سر بندېزونه لگولي.

د امریکا خارجه وزارت ترمخه دغه ټول کسان د سعودي عربستان شاهي عدالت او د سعودي حکومت په مهمو وزارتونو او دفترونو کې سترې عهدې لري.

د امریکا لخوا په لگول شوې بندېزونو کې د دوي مالي اثاثې تړل، او د امریکايانو د دوي سره د هر قسمه پېسو لېن دېن باندې پابندي لګول شوې ده.

د امریکا خارجه وزارت لخوا د بندیز سره مخ دغه کسانو کې سعود القهتاني، ماهر مطرب، صلاح توبېگي، مشال البوستاني، نایف العارفي او یو شمېر نور هم شامل دي.

په یادو کسانو کې ځېني د ولي عهد محمد بن سلمان مرستیالان او نژدې کسان دي. سعود القهتاني د شهزاده سلمان مشر صلاحکار، او د محمد بن سلمان په نژدې کسانو ډېر اثر لرونکی ګڼل کیږي. سعود القهتاني یو وارې ویلي وو چې د خپلو مشرانو د اجازی پرته به کله هم څه کار وه نه کړي. د هغه اشاره شهزاده محمد بن سلمان او باچا سلمان ته وه.

محمد الوطیبي د ترکي په استنبول ښار کی په سعودي کونسلګرۍ کې کونسل جنرل وو. د خاشقجي د بې درکۍ وروسته نوموړي خبریالانو ته بیا بیا وېل چې خبریال د سفارتخانې نه ژوندی وتلی وو.

ماهر مطرب هم د شهزاده محمد بن سلمان مرستیال وو او د بهرني سفرونو په وخت د ولي عهد سره څو څو وارې لیدل شوی وو.

د امریکا خزانی وزیر د زیارت په ورځ ماهر مطرب ته د سعود القهتاني ماتحت ویلی وو او په هغه ١٥ کسانو کې وو څوک چې استنبول ته د خاشقجي د وژنې لپاره تللي وو. د خاشقجي د وژنې د وخت یوثبت شوي غږیز(اډیو) پیغام کې ماهر مطرب د محمد بن سلمان یو مرستیال ته په ټیلي فوني پېغام کې ورکولو اوریدل شوی. په دغه پېغام کې هغه ویلي وو ٫٫ خپل مشر خبر کړه چې وژنه ترسره شوه.٬٬

د امریکا لخوا په بندیز لګیدلي کسانو کې صلاح توبېگي هم دی. صلاح توبیګي د سعودي عربستان په امنیتي محکمه کې د فورنزک څانگی مشر وو. ترکي چارواکو تیره میاشت مطبوعاتو ته ویلي وو، توبیګي د خاشقجي مړی ټوټې ټوټې کولو کار ترسره کړی او په دې مهال ېې په تیز غږ کې موسیقي (سندرې) اوریدله. په دغه مهال شوې اډیو ریکارډنگکې اوریدل کیږي چې توبیګي موجودو نورو کسانو ته وايي ٫٫ چې ځه دا کار کووم نو موسیقي اورم، تاسو هم داسی کوئ.٬٬

د امریکا خارجه وزارت لخوا په دغه سعودي کسانو لږیدلي بندیزونو وروسته د سعودي عربستان خارجه وزیر عدیل الجبیر ویلي په استنبول کې د سعودي عرب په کونسلګرۍ کې شوي عملیاتو کې د محمد بن سلمان هیڅ لاس نه شته.

٫٫ د ولي عهد محمد بن سلمان دې لانجې سره هیڅ تعلق نه شته. په امریکا کې د قامي امنیت صلاحکار دا خبره منلې چې دا مجرمانه عملیات وو او په دې کې برخه اخستونکي د خپلو اختیاراتو او ماموریت نه بهر وتلي دي. یادو کسانو لویه تیروتنه کړی او دوي به يې قیمت ادا کوي.٬٬

که څه هم سعودي عربستان دا منلي چې جمال خاشقجي په استنبول کې په سعودي سفارت کې وژل شوی خو تر اوسه يې د هغه د مړي په اړه هیڅ معلومات نه دی ورکړي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG