لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکايي سېنټ به نن د کډوالۍ په اصلاحاتو راېې ورکوي


امکان دی د امریکا سینټ به نن د زیارت په ورځ د مهاجرت یا اېمګرېشن په اړه د یو شمیر اصلاحاتو قانون په اړه راېې ورکوي قانون جوړونکي د هغه منصوبو مخه نیولو لپاره هم پلانونه لري چې قانوني اسناد نه لرونکي غیر قانونه ځوانانو پاتې کیدو، سرحدي امنیت ته وده ورکولو او په امریکا کې ژوند کونکو کډوالو د خپلو کورنیو غړو امریکا ته د راوستو په اړه قانون بدل کړي.

د تیرې شورو په شپه ناوخته په سینټ کې د دوانړو سیاسي ګوندونو ١٦ سېنټرانو د کډوالو د قانون په اړه د یوې لوظنامې اعلان کړې وو چې ورسره به امریکا ته په وړوکوالي کې راوستل شوي غیر قانوني کډوالو ته د شهریت ورکولو لپاره هم لاره هواره شي.

دغه غیر قانونه ځوانان د ډاکا پروګرام لاندې د امریکا نه ویستو نه پاتې شوي دي، خو د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ دغه پروګرام ختم کړې. نن وړاندې کیدونکي دغه بل کې به په لاندیني خبرو بحث کیږي:

  1. د پولې امنیت لپاره په راتلونکې ١٠ کالو کې د ٢٥ بلینه ډالرو مصرف اجازه
  2. هغه غیر قانوني کډوالو چې مجرمانه ریکارډ لري او قامي امنیت ته خطر وي، د هغوي نیول
  3. هغه کډوال چې د تیر جون په اخر کې په غیرقانونه توګه هیواد ته راغلي

د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ د یو شمیر نورو مهمو اصلاحاتو ملاتړ کوي لکه (فیملي بیسډ امیګریشن) یا د کورنۍ په کچه مهاجرت محدودول او د ویزا لاټري پروګرام لاندې هنر لرونکو کسانو ته زیات پام کول.

د صدر ټرمپ د مهاجرت پالیسۍ ملاتړ کونکو وینا ده چې د کورنۍ په کچه مهاجرت لا وجې داسې خلک امریکا ته راغلي چې د کار کولو ډیر کم مهارت یا تجربه لري.

تیره اونۍ د واېټ هاوس لخوا جاري شوي یو بیان کې ویل شوي وو صدر ټرمپ د کانګرس په غړو غږ کړی د امریکايي اولس په ګټه دې د مهاجرت په اړه دغه مهم اصلاحات نافذ کړي. د صدر ټرمپ دا تازه غږ د تیرو ٦ میاشتو په مقابله کې د مهاجرت په اړه د سپینې ماڼۍ د پراخه ایجنډې عکاسي کوي.

٦ میاشتې وړاندې صدر ټرمپ ډاکا پروګرام منسوخ کړې وو او د دې متبادل یو مستقل پروګرام جوړولو لپاره ېې کانګرس ته د ٦ میاشتو وخت ورکړی وو. د امریکا پخواني صدر بارک ابامه د ډاکا پروګرام د قانوني اسناد نه لرونکو ځوان کډوالو د ګټې لپاره جوړ کړې وو.

د ریپبلکن ګوند غړي په ډیموکریټانو تور لګوي چې د صدر ټرمپ لخوا وړاندې شوي دغه اصلاحاتو غلط تصویر وړاندې کوي او دعوه کوي چې د ډاکا پروګرام کې د بدلون کولو د صدر ټرمپ پلان د پخواني صدر بارک اباما پروګرام په مقابله کې د ځوانو کډوالو لپاره ډیر ګټه ور دې.

په سینټ کې اکثریتي ډلې مشرد ریپبلکن ګوند غړي میچ میک کونل د صدر ټرمپ غږ یو وارې بیا تکرار کړی او د مهاجرت په وفاقي قانون کې ېې د بدلون غوښتنه کړی ده.ښاغلي مېچ میک کونل ویلي ٫٫ ښکاري به داسې چې د امریکا د مهاجرت نیمګړي قانون یوې برخې ته کتنه نه ده پکار. مونږ ته پدې لړ کې نورو بنیادي مسلو ته هم پام اړول پکار دي. مطلب دا چې مونږه ته به د خپل مهاجرت قانون ټولو کمزورو اړخونو ته پام پکار وي.٬٬ ښاغلي میک کونیل زیاته کړې پکار ده چې مونږ د امریکایانو تحفظ یقیني کړو.

د ډیموکریټ ګند غړي بیا دریځ لري چې د امریکا د مهاجرت نظام کې بدلونونو باندې دې د ډاکا پروګرام نه جدا غور وکړی شي. د ډیموکریټ ګوند غړي ډک ډربن ویلي چې مونږ به د دې اجازه ورنه کړو چې د ډاکا پروګرام دې د صدر ټرمپ انتظامې د مهاجرت ایجنډې لاندې په سیاسي توګه یرغمل شي.

د ډاکا نومې پروګرام لاندې په امریکا کې مېشت هغه ځوانانو ته چې قانوني اسناد نه لري،په عارضي توګه په امریکا کې د اوسیدو او د کار کولو اجازه ورکړی شوې ده. خو د راروانې میاشتې (مارچ) ۵ نېټې نه په امریکا کې اوسیدونکي په لکونو دغه ځوانان د امریکا نه د شړل کیدو د خطر سره مخ دي، کومه چې د صدر ټرمپ لخوا د ډاکا پروګرام سر ته د رسولو نیټه ټاکل شوې ده.

د ریپبلیکن ګوند سېنټر تهومس ټیلیس د سپینې مانړې دغه منصوبه پسې خندا کړې او دغې ته يې یوه سخته پالیسي ویلې. سېنټر تهومس ویلي: ٫٫ د دغه پلان لاندې به نژدې ٣ چنده زیات خلک د امریکا شهریت ترلاسه کړي. اوس وخت راغلې چې مونږه په دې پوهه شو چې نړۍ څومره بدله شوې او خپلې سترګې په ښه توګه خلاصې کړو.٬٬

دې سره به زمونږه هیواد ته راتلونکي خلکو ته هم ګټه ورسي او د دوي امریکا ته د راتلو په شکل کې به هیواد ته هم ګټه ورسي.

ښاغلي میک کونیل اراده څرګند کړې چې د دې اونۍ اخېره کې به د مهاجرت په اړه په سینټ کې روان بحث سر ته ورسي.او بیا به دغه د نماېندګانو جرګې لخوا منظورېدو او د صدر ټرمپ لخوا لاس لیک کیدو قانون جوړیګي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG