لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکې په غزه کې د ډز بندۍ دپاره ملګرو ملتونو ته وړاندې شوی قراراداد رد کړو


د اسرایلي پوځ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې اسرایلي ځواکونه په غزه کې عملیات کوي
د اسرایلي پوځ په دې تصویر کې لیدل کېږي چې اسرایلي ځواکونه په غزه کې عملیات کوي

د اسرایل پوځ وویل د غزه په خان یونس ښار کې د نهې، سه شنبې، په ورځ سخته جګړه شوې او امریکې په غزه کې د ډز بندۍ دپاره د ملګرو ملتونو سېکیورټي کاونسل ته وړاندې کړی شوی قرارداد ويټو یا مسترد کړو.

په قرارداد کې غوښتنه شوې وه چې د انساني خواښوږۍ په بنیاد دې په سمدستي ډول اوربند وشي، غزه ته دې زیات بشري امداد ورسوول شي او فلسطینیان دې په زور بي ځایه نه کړی شي.

قرارداد الجزایر وړاندې کړی و. په۱۵ غړو مشتمل سېکیورټي کاونسل کې ۱۳ ملکونو د قرارداد حمایت وکړو. برطانیې د خپلې رای د اظهار نه ډډه وکړه او امریکې د قراراداد مخالفت وکړو.

ملګرو ملتونو دپاره د امریکې استازې لېنډا ټامس ګرین فېلډ حماس د ولکې نه یرغمالانو د ازادولو دپاره د معاهدې نه بغیر د ډزبندۍ غوښتنه مستقل امن نه قایمولی.

دا دریم ځل دی چې امریکې د ډز بندۍ قرارداد ويټو کړی دی.

امریکا خپل قرارداد وړاندې کول غواړي چې سفارتکارانو وویل په رسمي توګه د سېکیورټي کاونسل غړو ته نه دی ورکړی شوی خو وي او ای لیدلی دی. د امریکې په مجوزه قرارداد کې د یرغمالانو د ازادۍ په بدل کې د عارضي ډز بندۍ خبره شوې ده.

په مجوزه قرارداد کې د دې خبرې په ضرورت هم ټینکار شوی چې په رفح کې د اسرایلي پوځ د ممکنه عملیاتو په مهال دې د ملکي کسانو تحفظ یقیني کړی شي.

د ملګرو ملتونو دپاره فلسطيني استازي ریاض منصور وویل پکار ده چې په ډز بندۍ ډیر مخکې موافقه شوی وی.

اسرایلي سفیر ګېلاد اېردن د ډزبندۍ غوښتنه بې منقطه وبلله. هغه غوښتنه وکړه چې سېکیورټي کاونسل دې په اسرایل د حماس د اووم اکتوبر د حملې غندنه وکړي، چې تر اوسه يې نه ده کړې.

په اووم اکتوبر په اسرایل د حماس په حمله کې ۱۲۰۰ کسان وژل شوي او تر ۴۵۰ پورې نور کسان حماس یرغمال کړي دي.

د حملې په جواب کې اسرایل د حماس خلاف په غزه کې جنګ شروع کړی. د غزه د حماس د انتظام لاندې صحت وزارت وايي د اسرایل په عملیاتو کې د ۲۹۰۰۰ نه زیات کسان وژل شوي دي.

امریکي، برطانيې، یورپين یونین او ځینو نورو ملکونو حماس ترهګر تنظیم تاکلی دی.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG