لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا د ښځو د فټبال نړیوال کپ وګټو


US team FIFA WOMEN WORLD CUP
US team FIFA WOMEN WORLD CUP

د ښځو د فټبال نړیوال کپ کې امریکايي لوبډلې د هالینډ لوبډلې په ۲-۰ ماتې ورکړه او پرله پسې يې په دوېم وار د ښځو د فټبال نړیوال کپ ترلاسه کړو.

دا لومړی ځل دی چې یو هیواد پرله پسې په دوېم وار د ښځو د فټبال نړیوال کپ ګټي. وړاندې د دې نه امریکا درې وارې د ښځو د فټبال نړیوال جام ګټلی.

د فټبال په دغه ورلډ کپ کې امریکا څلورو اروپايي هیوادونو سویډن، سپېن، فرانس او برتانیې ته د ماتې ورکولو وروسته فاېنل ته رسیدلې وه.

د اتوار په ورځ په فاېنل لوبه کې امریکايي لوبډلې د اورپا اتلې لوبډلې هالېنډ ته په ۲-۰ ماتې ورکړه.

د دغه لوبې ګټلو سمدستي وروسته د واشنګټن نه د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په ټوېټر امریکايي لوبډلې ته مبارکي ورکړې او ورته يې ویلي چې امریکا په تاسو ویاړ کوي.

د فټبال د لوبې د پوهانو تر مخه د یوې میاشتې پورې روان دغه نړیوال جام کې د امریکا لوبډله تر ټولو غوره یا فېورټ ټیم وو او دوي د هالېنډ د لوبډلې نه زیاته تجربه او په لوبه کې مهارت لرلو.

د امریکا د ښځو د فټبال لوبډلې د دې نه وړاندې په کال ۱۹۹۱، ۱۹۹۹، ۲۰۱۵ کې هم ورلډ کپ ګټلی. د امریکا وروسته جرمني یواځینی هیواد دی چې د ښځو د فټبال ټیم يې دوه وارې، په کال ۲۰۰۳ او کال ۲۰۰۷م کې نړیوال جام ګټلی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG