لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا مرستندویه اداره په منځني ختیځ کې د کرونا پرضد مبارزه کې مرستې کوي


د امریکا مرستندویه ادارې یا (یو اېس اېډ) د منځني ختیځ ناېب انتظامي مشر ماېکل هاروي په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، د امریکا کانګرس په دغه سیمه کې د کرونا وبا پرضد مبارزه کې ډیر ٫٫ په خلاص زړه اضافي‌ مرستې وړاندې کړي.٬٬

د امریکا خارجه وزارت او یو اېس اېډ ترمنځه امریکا په منځني ختیځ کې د کرونا وبا یا کوېډ ۱۹ پرضد جنګیدونکي دغه هیوادونو ته د ۲۰۵ میلینه ډالرو مرستې ورکړي. دغه مالي مرستې د ۱.۵ بېلینه ډالره نه زیاتو مالي‌ مرستو برخه ده کومې چې امریکا په ګرده نړۍ کې د کرونا وبا پرضد مبارزې لپاره اعلان کړي.

دغه امداد په خاصه توګه د هغه حکومتونو، نړیوالو ادارو،‌ او غیر دولتي ادارو لپاره ټاکل شوي چې دعامه صحت پوهنې، د روغتونونو او صحي ادارو د خوندیتوب، د لیبارټریانو،‌ د ناروغیو د څارنې او په تادۍ ناروغیو ته د ځواب ورکولو لپاره کارکوي.

د یو اېس اېډ ناېب انتظامي مشر هاروي ویلي، دغه امداد په منځني ختیځ‌ کې ٫٫ نژدې هر هیواد ته رسیدلي.٬٬ نوموړي په دې خبره هم زور ورکړی، په دغه سیمه کې د لیبیا، یمن،‌ عراق او شام د حالاتو د لاسه ټول هیوادونو د سخت فشار سره مخامخ دي. ٫٫ د دغه هیوادونو د صحت خپل نظام د کرونا وبا په وخت کې په ښه توګه ځواب ورکړی.٬٬

٫٫‌٫ مونږ په دې خبره ویاړ کوو ځکه چې مونږ د دغه هیوادونو په صحي‌ نظام او د هسپتالونو ودانیو جوړولو کې لویه سرمایه لګولی او دوي ډیر ښه کار کړی. مونږ کتلي چې د سیمې ځینو هیوادونو سیاسي مشرانو هم ډیر په سنجیدګۍ سره دغه هر څه ته ځواب ویلی. د دغه سیمو د بندیز وروسته اقتصادي تاوانونو مونږ ډیر اندېښمن کړي یو چې څنګه به دوي په تادۍ سره په اقتصادي توګه بیرته په خپلو پښو ودریږي.٬٬

د یو اېس اېډ اسسټنټ اېډمنسټریټر هاروي دا هم ویلي، په منځني ختیځ کې یو هیواد په داسې وخت کې د امریکا د مرستو اخستو نه انکار کړی چې په دغه هیواد کې کرونا ډیره په تیزۍ سره خوریدله.

٫٫ ایران زمونږ د مرستو اخستو نه انکار وکړو. دا ډیره د خفګان او زړه ماتونکې خبره وه چې ایرانیان د کرونا وبا د لاسه سخت وځپل شول. دا یو داسې هیواد دی چې ګڼ اړخیزه ټولنه لري. او مونږ د نړۍ نه دا زده کړه کړې چې کوم هیوادو ګڼ‌ اړخیزه ټولنه لري، هغه د کرونا نه زیات اغیزمن شوي. خو مونږ به بیا هم ګورو او مرستو ورکولو ته به تیار ولاړ یو.٬٬

د امریکا حکومت د کرونا وبا خوریدو ورسته په نړیواله توګه د مرستو لپاره ۲۰.۵ بیلینه ډالره اعلان کړي او د یادې وبا د مخنیوي لپاره د مرستو په قطار کې یې د نړۍ مشري کړی.

د یو اېس اېډ ناېب انتظامي مشر هاروي ویلي ٫٫ امریکا تل د ضرورت په وخت کې د خلکو مرسته کړې.٬٬

XS
SM
MD
LG