لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د چین نه بهر مېشته وېغور وايي نړۍ دوی د پامه غورځولي


 امریکا وایي چین په منظمه ډول د ویغورو د تباه کولو کوښښونه کوي خو چین د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په اړه د مغربي ملکونو الزامات ردوي
امریکا وایي چین په منظمه ډول د ویغورو د تباه کولو کوښښونه کوي خو چین د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په اړه د مغربي ملکونو الزامات ردوي

د چین د سېنکیانګ صوبې نه بهر مېشته لکه د طاهر همت اېزګېل په شان ویغور مسلمانان وايي داسې ښکاري چې نړیوالې ټولنې دوی د پامه غورځولي دي.

اېزګېل، 52 کلن، د 2017 راهسې د خپلې مېرمن او دریو بچو سره د امریکې په ورجېنیا ریاست کې ژوند کوي.

هغه وايي د څلورو کلنې راهسې په دې انتظار دی چې د امریکې د شهریت اداره یوناېټېډ سټېټس سېټېنزن شپ اېنډ امیګرېشن سروسز (یواېس سي ايي اېس) په امریکا کې پناه دپاره به د هغه خواست منظور کړي.

اېزګېل وايي د دوو لوڼو د هغو پاسپورټونو مېعاد یې په 2019 کې ختم شوی دی چین ورته وکړي وو او اوس هېڅ قانوني حېثیت نلري.

اېزګېل وايي په داسې وخت کې د چین نه امریکې ته راغلل چې د ترهګرۍ او چین نه د بېلتون د مخنیوي په نوم چینايي مامورینو په بې دریغه ډول د ویغورو نیول او د هغوی د پاسپورټونو قبضه کول شروع کړل.

هغه وي او ای ته وویل د هغه په شان په سلګونو نور ویغور په دې انتظار دي چې امریکا به یې د پناه خواستونه منظور کړي.

د یو اېس سي ايي اېس ترجمانې وکټوریا پالمر ترمخه ترڅو د یو ویغور تن په خواست فېصله نه وي شوي دوی په قانوني توګه په امریکا کې پاتې کېدلی شي او په ځینو موقعو چې د بېړني اقدام ضرورت وي نو بیا یې مرکه د معمول د انتظار نه مخکې وټاکل شي.

د وي اوای د رپورټ ترمخه امریکا وایي چین په منظمه ډول د ویغورو د تباه کولو کوښښونه کوي چې پکې د یو مېلین نه زیات ویغور په زندان کې بندي ساتل هم شامل دي. امریکا ویغورو سره سږ کال د چین سلوک د انسانیت په ضد جرم بولي.

چین د انساني حقونو د خلاف ورزۍ په اړه د مغربي ملکونو الزامات ردوي او وايي ویغور مسلمانانو ته د بېلا بېلو هنرونو تربیه ورکولو دپاره یې مرکزونه پرانستلي دي. تېره میاشت اېزګېل د امریکې کانګرس یوې کمېټۍ په اورونه کې بحث وکړو.د اورونې وروسته یې وي او ای ته وویل چین نه د وتلو وروسته ویغور په بهر ملکونو کې د محفوظ ژوند حالات برابرولو کې د مشکل سره مخامخ کیږي.

که څه هم اېزګېل ګني چې امریکايي مامورینو یې لا د پناه خواست نه دی منظور کړی او هغه یې پامه غورځولی خو د نړۍ په نورو برخو کې د ویغور کډوالو په مقابل کې ځان خوش قسمته بولي. هغه وايي د دنیا په بېلا بېلو برخو کې په زرګونو ویغور کډوال ممکنه ده چې چین ته بېرته ستانه کړی شي او که چېرې داسې کېږي نو هغه زیاتوي دغه ډیپورټ شوي ویغور به د سختو حالاتو سره مخامخ کېږي.

ایزګېل وايي په تايلېنډ کې 50 ویغور د تېرو پېنځو کلونو راهسې په زندان کې بند دي.

35 کلن ویغور احسان کرتال د ترکي په اسنتبول ښار کې ژوند کوي. هغه په 2018 کې د خپلې مېرمن او دریو بچو سره ترکي ته رسېدلی دی.

په ترکي کې قریباً 50000 ویغور مېشته دي.

ترکي ته د تګ نه مخکۍ کرتال په متحده عرب اماراتو کې د 2010 راهسې روزګار کولو، وايي په 2017 او 2018 کې هلته حالات بدل شول او لېدلی چې د یو ای ايي چارواکو د هغه ځینې ویغور ملګري ونیول او چین ته یې بېرته ولیږل. د سي اېن اېن‌ ټېلې وژن ترمخه یو ای اېې، مصر او سعودي عرب هغه ملکونه دي چې په ورستي کلونو کې یې ویغور چین ته ستانه کړي دي.

کرتال وايي هغه او په ترکي کې نور ویغور د نېول کېدو او چین ته د بېرته لېږل کېدو په ویره کې وي.

د ترکي صدر رجب طیب اردوان په 2017 کې چین سره د قیدیانو د تبادلې معاهده لاس لی کړې ده.

کرتال وي او ای ته وویل اورېدلي یې دي چې ترک امنیتي ادارو په نیمه شپه د ویغورو په کورونو چاپې وهلي دي.

هغه وايي که څه هم ترکي ورته په هېواد کې د اوږدې مودې دپاره د پاتې کېدو اجازت ورکړی خو کار زورګار پې نشي کولی. د هغه د چین پاسپورټ مېعاد ختم شوي او وايي هغه بل ځای ته سفر هم نشي کولی.

تېره میاشت د امریکې دي ډېپېچ نومې ادارې په خپل رپورټ کې وویل سږ کال امریکې یو ویغور کډوال ته هم پناه نه ده ورکړې. د وي او ای رپورټ وايي د امریکې خارجه وزارت یا سټېټ ډپارټمنټ وايي د چین نه بهر مېشته ویغور د ملګرو ملتوو د کډوالو ادارې یو اېن اېچ سي ار په امریکايي سفارتخانه کې د مهاجرت دپاره خواست ورکولی شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG