لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکا په شمول د نړۍ د ونډو(سټاک) بازارونه ډیر پریوتي


د امریکا د سټاک یا ونډو بازار د ګل په ورځ څلور فیصده لاندې پریوتی چې ورسره د سټاک مارکیټ په سرمایه کارانو کې سختې ویرې خورې شوي، او ډېرو سرمایه کارانو په ويره او منډه د مارکیټ نه خپلې ډوبیدونکې پیسې راویستل شروع کړي.

د ډاوجونز په نوم مشهور د امریکا د ۳۰ لویو صنعتي کمپنو اوسط ۱۱۷۶ پواینټونه او اېس اېنډ پي ۵۰۰ سل پواینټونه لاندې پریوتي. د امریکا وړاندې د ایشیا او یورپ د ونډو بازرانو هم د ګل په ورځ پریوتي وو.

د ګل په ورځ د امریکا په نیویارک ښار کې مازیګر ۳ بجې د کمپنو شیرز یا برخېخرڅولو کې د حد نه زیاته تیزي اولیدل شوه او په ۱۵ دقیقو یا منټه کې ډاوجونز صنعتي انډیکس د ۸۰۰ پواینټونو نه ښکته پریوتو. ډاو جونز انډیکس په تیرو شپږنیم کالو کې په لومړي ځل په یو ورځ کې دومره ښکته پریوتی.

د امریکا سټاک مارکیټونو کې د کال ۲۰۱۸ په لومړۍ میاشت کې ګټل شوې په اربونو ډالره له مینځه تللې او ډېر سرمایه کاران د خسارې سره مخ شوي.

د نهې په سحر د جاپان نیکي ۲۲۵ انډیکس د دې رپورټ لیکلو په وخت ۱۲۰۰ پواینټونه یا ۵.۴ فیصده پریوتی. د جاپان د ونډو دغه بازار د ګل په ورځ ۱.۶ فیصده پریوتی وو.

Dow Jones Average
Dow Jones Average

د چاپان نه علاوه د چین، سویلي کوریا په شمول د ایشیا او د یورپ سټاک مارکیټونه هم لاندې پریوتي دي. او سرمایه کارانو ته تراوسه دا نه معلومیږي چې کله به د سټاک مارکیټونو د لاندې غورځیدل اودریږي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:32:32 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG