لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چې بجټ د نه منظورېدو له امله د امریکې د حکومت چارې ودرېږي نو مخکې بیا څه کېږي؟


 چې په کانګرس کې حکومت دپاره د پېسو په اړه څه قسمه قانون سازي و نه شي نو د وفاقي حکومت محکمې غیر ضروري کارونه وتړي او د کارکوونکو ته تر هغه وخت د تنخاګانو چېکونه نه لېږي تر څو چې شټ ډاون دوام لري
چې په کانګرس کې حکومت دپاره د پېسو په اړه څه قسمه قانون سازي و نه شي نو د وفاقي حکومت محکمې غیر ضروري کارونه وتړي او د کارکوونکو ته تر هغه وخت د تنخاګانو چېکونه نه لېږي تر څو چې شټ ډاون دوام لري

په کانګرس کې د بجټ د نه منظورېدو له امله د امریکې د وفاقي حکومت چارې به څو ورځو وروسته په جزوي توګه ودرېږي، د حکومت ګڼ شمېر خدمات به وځنډېږي، په سرکاري کارکوونکو او په سیاسي معاملاتو به يې اثر وغورځېږي.

سوشل سېکیورټي چېکونه یا هغه پېسې چې حکومت د 65 نه زیات عمر امریکایانو ته ورکوي، حکومت د بندېدو یا شټ ډاون نه به مستثنا وي او څه تعطل به په کې نه وي. خو د حکومت نور خدمات به ډېر کم شي.

وفاقي حکومت به هغه ټول ګامونه وځنډوي چې غیر ضروري ګڼل کېږي او د پوځي عسکرو په شمول د وفاقي حکومت په مېلینونو کارکوونکي به د تنخاګانو چېکونه نه ترلاسه کوي.

که د اتوار، يکشنبې، په ورځ د امریکې وفاقي حکومت په جزوي توګه وتړل شي نو مخکې به څه کېږي؟
شټ ډاون یا د حکومت بندېدل څه ته وايي؟

چې کانګرس د حکومت دپاره د مالي وسایلو قانون په منظورولو کې ناکامه شي نو د امریکې د مرکزي حکومت چاري په جزوي یا مکمله توګه ودرېږي. حکومت دپاره د پېسو مهیا کولو په لړ کې د کانګرس غړي د مختلفو محکمو دپاره د 12 مختلفو قوانینو مسودې منظوروي خو په دې عمل ډیر وخت لګي. د دې په ځای د کانګرس غړي عارضي بجټ منظور کړي چې د حکومت کارونه روان وساتل شي.

چې په کانګرس کې حکومت دپاره د پېسو په اړه څه قسمه قانون سازي و نه شي نو د وفاقي حکومت محکمې غیر ضروري کارونه وتړي او د کارکوونکو ته تر هغه وخت د تنخاګانو چېکونه نه لېږي تر څو چې شټ ډاون دوام لري.

هغه سرکاري کارکونکي چې د ولسي خدمات دپاره ضروري ګڼل کېږي چې په د نورو ترڅنګ د هوايي جهازونو د حرکت منتظمین او د قانون نافذ کوونکو ادارو مامورین، د شټ ډاون په مهال کار ته تګ کوي. نور حکومتي کارمندان فرلو شي، یا په عارضي ډول کار ته نه ځي.

د 2019 د قانون ترمخه، فرلو شويو کارکونکو ته د هغو ورځو تنخاګانې ورکولی شي چې د شټ ډاون په مهال يې په کور تېرې کړي وي.

شټ ډاون کله شروع کېږي او څومره وخت دوام لري؟

د امریکې د حکومت مالي کال یا د بجټ کال د اکتوبر په لومړۍ نېټه شروع کېږي. هم په دغه نېټه زوړ بجټ سر ته ورسېږي. شټ ډوان به د اتوار، یکشنبې، په ورځ د سحر 12:01 بجې شروع شي. دا به په داسې صورت کې کېږي چې کانګرس د قانون مسوده منظوره نه کړي او صدر یې په قانون کې بدلولو دپاره لاس لیک نه کړي.

شټ ډوان به څومره موده دوام ولري؟

د دې اندازه لګول قریباً ناممکنه ده. د کانګرس په هاوس اف رېپرېزېنټېټیوز کې د حزب اختلاف ریپبلېکن پارټۍ اکثریت دی. په ایوان بالا یا سېنېټ کې د واک من ډېموکرېټېک پارټۍ اکثریت دی. شټ ډوان د مخنیوي دپاره دواړه اېوانونه په مختلفو منصوبو کارونه کوي او د هاوس سپیکر کېوېن مېکارتي کوښښ کوي چې په هاوس کې ګوند د سخت دریځه زاړه پاله غړو حمایت ترلاسه کړي او دا ډول د حکومت د تړل کېدو مخه ونیول شي.
ځینې تیاری کوي چې حکومت به د اینده څو هفتو دپاره تړل شوی وي.

د حکومت د بندېدو اثر په چا غورځېږي؟

د حکومت تړل کېدو په نتیجه کې به د وفاقي حکومت د مېلینونو کارکوونکو د تنخاګانو چېکونه وځنډېږي، چې په کې قریباً دوه مېلین پوځي عسکر او د دوه مېلین نه زیات غیر پوځي کارکوونکي شامل دي.

د امریکې د پوځ عسکر چې په موجوده وخت کې په کار دي او اضافي عسکر به هم خپل کار دوامداره ساتي خو د دفاع وزارت قریباً 440000 غیر پوځي کارکوونکي به فرلو شي یا په عارضي ډول په کور کښېني.

د وفاقي حکومت د کارمندانو نه علاوه د حکومت تړل کېدل به د حکومت په خدماتو هم ژور اثرات ولري. د پاسپورټونو او د وسلې لایسنس په شان د حکومتي نورو خدماتو ته په درخواستونو کار به وځنډېږي.

د وفاقي حکومت ځینې دفترونه به یا وتړل شي او یا به د مقرره اتوو ګنټو نه د کم وخت دپاره پرانیستل کېږي.
د وفاقي حکومت سره تړلي کاروبارونه به هم حکومت د تړل کېدو نه متاثر کېږي چې په کې د وفاقي حکومت ټېکېداران، د سېلګرو دپاره خدمات او د وفاقي حکومت په انتظام کې د پارکونو چارې به هم متاثره کېږي.

د خلکو د سفر سره تړلې د صنعت اتحاد یو اېس ټرېول انډسټري اېسوشي اېشن وايي د شټ ډاون دلاسه د دوی صنعت به هر ورځ د 140 مېلین‌ ډالرو نقصان سره مخامخ شي.

د کانګرس غړو خبرداری کړی د حکومت تړل کېدل به د مالي چارو مارکېټ هم متاثره کړي او امریکايي مالیاتي کمپنۍ ګولډ مېن سی کس ویلي د شټ ډاون په مهال به هره هغه اقتصادي پرمختګ کې د اشاریه دوه فیصد کمی کېږي خو اقتصادي ترقي به د حکومت د بیا پرانېستل کېدو سره بحال شي.

د امریکي چېمبر اف کامرس خبرداری کړی چې په مکمله توګه فعال اقتصاد فعاله حکومت ته اړتیا لري.
صدر، کانګرس او عدالتونه به د معمول سره سم کار کوي

د امریکې صدر او د کانګرس غړي به د حکومت د تړل کېدو په مهال د معمول سره سم کار کوي او تنخاګانې به هم اخلي. خو د دوی د عملې غیر ضروري ګڼل شوي غړي به فرلو یا په عارضي رخصت شي.

د امریکي سپریم کورټ به هم د لنډ مهال شټ ډاون نه نه متاثره کېږي. نوره وفاقي عدلیه به هم خپل کار جاري ساتي.

ایا شټ ډاون یا د امریکې وفاقي حکومت مخکې هم تړل شوی؟

د نونسوه اتیایم د لسیزې نه مخکې به بجټ د نه منظورېدو په سبب د حکومت چارې په مکمله توګه نه تړل کېدې خو د هغه وخت د وفاقي حکومت مشر وکیل یا اټارني جنرل ویلي وو چې د بجټ د منظورېدو نه بغیر وفاقي حکومت په قانوني توګه عملیات جاري نه شي ساتلی.

د 1972 راهسې، 22 ځله د حکومت پېسې ختمې شوي دي او 10 ځله په کې کارکوونکي فرلو یا په عارضي رخصت لېږل شوي دي.

تر ټولو اوږد شټ ډوان د 2018 او د 2019 ترمنځ و او دې سبب د پخواني صدر ډانلډ ټرمپ او په کانګرس کې د ډېموکرېټېک پارټۍ د غړو ترمنځ په سرحد د دېوال په سر اختلاف و. دغه جزوي شټ ډاون 35 ورځې و.

د شټ ډاون د ختمولو دپاره څه کول وي؟

حکومت دپاره د پېسو انتظام د کانګرس ذمه واري ده. هاوس او سېنېټ په دې اړه قانوني مسودې منظوروي او صدر پې دستخط کوي چې دغه مسودې په قانون کې بدلې شي.

دا وخت ډېموکرېټس او ریپبلېکنز په خپل خپل موقف سخت ولاړ او شټ ډاون مخینوي ته نږدې نه ښکاري.
خو که چېرې د حکومت بندېز د ډیر وخت دپاره دوام لري نو په کانګرس به فشار زیاتېږي، د امریکايي پوځیان تنخاګانې ځنډېدل او یا ولس په هوايي سفر او یا په سرحد د تګ راټګ په مهال د مشکلاتو سره مخامخ کېږي نو په کانګرس به فشار زیاتېږي چې شټ ډاون د ختمولو دپاره ګامونه پورته کړي.

کانګرس په عارضي توګه هم د حکومت دپاره د پېسو منظوري ورکولی شي چې دا ډول حکومتي دفترونه پرانېستل شي.

د ریپبلېکن پارټۍ د کانګرس سخت دریځه غړي حکومت دپاره د پېسو عارضي قانون په منظورولو کې دلچسپي نه لري او کوښښ کوي چې حکومت تر هغه وخت پورې بند وساتي ترڅو چې کانګرس حکومت دپاره د پېسو منظورولو په ټولو 12 قانوني مسودو مذاکرات نه وي کړي. دا محنت طلب کار ګڼل کېږي او د ډسمبر نه مخکې نه شي حل کېدلی.

ټرمپ چې د کال 2024 په صدارتي انتخاب کې د صدر جوبایډن حریف ګڼل کېږي د سخت دریځه ریپبلېکنز ملاتړ کوي.

او که ريپبلېکنز کامیابېږي نو ممکنه ده چې شټ ډاون په هفتو هفتو دپاره او یا د دې هم زیات وخت دوام ولري.

Forum

XS
SM
MD
LG