لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ساه لنډي (دمې) نه ځان څنګه ساتلی شئ؟


Firemen spray disinfectants outside a public market in Manila, Philippines.
Firemen spray disinfectants outside a public market in Manila, Philippines.

هرکال په ګرده نړۍ کې د مې میاشتې لومړۍ سه شنبه یا د نهې ورځ د دمې یا ساه لنډي ناروغۍ نړیوالې ورځ په توګه لمانځل کیږي.

د نړیوالو ادارو د شمیرو تر مخه په ګرده نړۍ کې دا مهال ۳۰۰ ميلینه خلک د دمې یا ساه بندۍ په ناروغۍ اخته دي او ښکاره نخښې يې په ګرانه ساه اخستل، ټوخی، سینه تنګیدل او د ساه لنډیدل دي.

د پېښور یو سرکاري هسپتال کې کار کونکی ډاکټر تیمور زیب وي او ای ډیوه ته وايي ساه لنډی د یو انسان د ساه د نالۍ د تنګیدو له امله کیږي. ناروغه تن ډیر په ګرانه او تکلیف ساه اخلي د سینې نه يې اوازونه خیژي او د شپې یا سحر وختي پرې اوچ ټوخی لګي.

په پېښور کې د قبایلي سیمو، پښتونخوا او افغانستان نه راتلونکي ناروغانو علاج کونکی دغه ډاکټر زیاتوي د ساه لنډي ناروغي پېدایشي هم کیدی شي او د عمر په هره برخه کې یو انسان ته لږیدی شي.

ډاکټر تیمور زیاتوي د پښتنو په سیمو کې د ساه بندۍ د ناروغۍ زیاتیدو لوې علتونه دوه دي. بد انساني عادتونه او خراب چاپیریال.

ډاکټر تیمور وايي: ٫٫ کوم تن چې سېګرټ څښکي هغه ته د دې ناروغۍ لږیدو امکان ډیر وي.٬٬ د چاپیریال په اړه ښاغلی تیمور زیاتوي ګنده او خیچن ماحول یا چاپیریال د دمې ناروغۍ لپاره کار نور هم اسانوي. سره د دې ځېنې کارونه روزګارونه یا پېشې هم داسي دي چې یو تن هر وخت د لوږو، دوړو او داسې ګنده ماحول کې پاتې کیږي نو ډیر امکان دی د دمې مریض شي.

ډاکټر تیمور زیاتوي کوم خلک چې د کولې په درنګونو، د شګو او خاورو، مالوچو او د جامو په کارخانو کې کار کوي او یا په داسې ځایونو کې کار کوي چرته چې دوړه ډیره وي نو داسې ځایونو کې د ساه بندۍ خطر زیات وي.

په ماشومانو کې د ساه لنډي بیمارۍ په اړه ډاکټر تېمور وايي ځېنو ماشومانو ته دغه ناروغي پېدایشي وي، خو د عمر زیاتېدو سره د دغه ماشومانو د ساه نالۍلویږي او کله چې ماشوم د اتو یا لسو کالو شي نو دا تکلیف ناروغي يې پخپله ختمیږي.

په خېبر پښتونخوا کې د دمې ناروغۍ په اړه شوې یوې سروې په اړه ډاکټر تیمور واييپه کال ٢٠١٥ کې په خېبر پښتونخوا کې د دمې یو لک نه سېوا نوي مریضان هسپتالونو ته راغلي وو چې پکې لویه شمیره د سړو وه.

په ښځو کې د دمې ناورغۍ علتونو په اړه ډاکټر تېمور وايي د لرګو سوځول او د دغې لوګي، او د کور پاکولو په وخت خاوره او دوړه ښځو ته د ساه لنډي ناروغي جوړولی هم شي او دغه تکلیف يې سېوا کوي هم.

د دمې ناروغۍ د علاج په اړه ډاکټر تیمور وايي د دمې مریض د ې د سېګرټو، دوړې، لوګي او خېچن ماحول نه ځان وساتي او د ډاکټر ښودل شوې علاج دې جاري وساتي.

د ساه لنډي ناروغۍ په اړه د ډاکټر تمیور تفصیلي مرکه په لاندیني لنک واورۍ.

please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:08:41 0:00

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG