لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د 2024م په لومړۍ نېټه به د نړۍ ابادي د اته بيلينو نه سېوا شي



په نړۍ کې په پرمخ تللو هېوادونو کې په ابادۍ کې اضافه په کمېدو ده خو په شاته پاتې يا پرمخ تلونکو هېوادونو کې د ابادۍ شرحه سېوا کيږي. د مثال په توګه ويل شوي، د کال 2023م د سرشمېرنو ترمخه پاکستان کې په ابادۍ کې د اضافې شرحه دوه نيم فیصده وه
په نړۍ کې په پرمخ تللو هېوادونو کې په ابادۍ کې اضافه په کمېدو ده خو په شاته پاتې يا پرمخ تلونکو هېوادونو کې د ابادۍ شرحه سېوا کيږي. د مثال په توګه ويل شوي، د کال 2023م د سرشمېرنو ترمخه پاکستان کې په ابادۍ کې د اضافې شرحه دوه نيم فیصده وه

د امریکې د سرشمېرنې ادارې ويلي، د روان کال 2023م په ختمېدو او نوي کال 2024م په پېل کېدو به د نړۍ ابادي د اته بيلينو يا اته اربو نه سېوا شي.

د امریکا د سرشمېرنې ادارې ويلي، په کال 2023م کې د نړۍ په ابادۍ کې اووه نيم کروړه انسانان زيات شوي دي.

ويل شوي په دې تېرېدونکي کال کې د نړۍ په ابادۍ کې په مجموعي توګه د يو فيصد نه کمه اضافه شوې ده.

د ابادۍ د پوهانو اندازه ده په 2024م کې به په نړۍ کې په يو سيکنډ کې 4.3 ماشومان زيږي او دوه تنه به مړه کيږي.

په رپورټ کې ويل شوي، سږ کال په امریکا کې په ابادۍ کې د اضافي شرحه د نيم فيصده نه کمه يا 0.53 فيصده وه، دغه رنګ د نړۍ د ابادۍ په شرحه کې هم کموالی راغلی او هغه هم 0.88 فيصده وه، يو کال وړاندې دا شرحه 0.98 فيصده وه.

په نړۍ کې په پرمخ تللو هېوادونو کې په ابادۍ کې اضافه په کمېدو ده خو په شاته پاتې يا پرمخ تلونکو هېوادونو کې د ابادۍ شرحه سېوا کيږي.

د مثال په توګه ويل شوي، د کال 2023م د سرشمېرنو ترمخه پاکستان کې په ابادۍ کې د اضافې شرحه دوه نيم فیصده وه.

په 2023م کې د امريکا په ابادۍ کې 17 کروړه کسان زيات شوي او د سرشمېرنې محکمې ويلي په نوي کال کې به د امریکې ابادي 33 کروړه او 58لکه وي.


Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG