کراچۍ: دوؤ چاؤدنو کې دډيس ايس پي پشمول درې عسکر وژل شوي

له دې وړاندې په سرجاني ټاؤن سيمه کې هم دغه شان يوه چاؤدنه کې دوه کسان ژوبل شوي وؤ.

دپاکستان داقتصادي ښار کراچۍ دلانډهي په شيرپاؤ کالونۍ سيمه کې دزيارت په ورځ ترسره شوؤ پرله پسې دوؤ چاؤدنو کې دډي ايس پي کمال خان منگن پشمول درې پوليس عسکر وژل شوي دي.
چاؤدنو کې درې ايمبولينس هم تباه شوي او دپوليسو يو گاډي ته زيان رسيدلى دى.
دسرچينو ترمخه لمړۍ چاؤدنه دگند په يو ډهيري کې وشوه چې له دې وروستو پوليس او امدادي ډلې کله ته دلمړۍ چاؤدنې ځايې ته ورسيدل نو هم په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه چې له امله يې مرگ ژوبله واؤښته.
دلمړۍ چاؤدنې غږ تر لرې لرې پورې اوريدل شوى ؤ، خو پکې کومه مرگ ژوبله نۀ وه اوښتې او په دوهمه چاؤدنه کې دډي ايس پي کمال خان منگن پشمول درې پوليس عسکر ووژل شول او 18 کسان نور ژوبل شول.
تيره اوونۍ هم دکراچۍ په منگهوپير نومې سيمه کې په يوه لاسي بم چاؤدنه کې يو تن وژل شوى او دوه نور ژوبل شوي وؤ.
له دې وړاندې په سرجاني ټاؤن سيمه کې هم دغه شان يوه چاؤدنه کې دوه کسان ژوبل شوي وؤ.