د پاکستان سپر لیګ د نهم سیزن فاینل سیالۍ کې ملتان سلطانز ته په ماتې ورکولو اسلام اباد یوناټیډ په دریم ځل د پي ایس ایل د اتلولۍ ویاړ ګټلی دی.
سولېوان وویل، امریکا "مکمله توقع لري" چې په واشنګټن کې د خبرو اترو د ختمېدو وړاندې، اسرایل په رفح هېڅ قسمه برید ونه کړي.
د امریکا خارجه وزیر وویل چې د کرونا عالمي وبا پر مهال، غلطو معلوماتو په میلینونه خلک د وېکسین اخېستو نه راوګرځول چې "ځیني وختونه یې مرګوني نتایج لرل."
امریکا د تشدد دغو پېښو ته غبرګون ښودلی او د دواړو اړخونو یې غوښتي دي چې خپلې ستونزې دې د خبرو اترو د لارې حل کړي.
د پاکستان وزیراعظم شهبازشریف هم پیوټن ته مبارکي ورکړې او په دې اړه په اېکس، پخواني ټوېټر، خپل پېغام کې شهبازشریف وویل او غواړي چې د دوه اړخيزه تعلقاتو مضبوطولو دپاره د پیوټن سره همکاري وکړي
د پاکستان او د ايي اېم اې دا خبرې په داسې حال کې کيږي چې پاکستان د سخت اقتصادي بحران سره مخامخ دی، د ګرانۍ کچه لوړه ده، د زر مبادلې ذخيرې يې د اته 8 اربه ډالرو څخه ښکته دي او روپۍ هم د ډالر په مقابله کې خپل قدر بایللی دی
نور کتل
No media source currently available