پاکستاني نژاده امريکائي هيډلى ته شيکاگو کې سزا اورول کيږي

ډيوډ هيډلى دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې دمهم پلان جوړونکي په نوم پيژندل کيږي

په کال 2008م کې دهندوستان په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ ترهه گريزو بريدونو کې دلاس لرنې په تور دنيول شوي پاکستاني نژاده امريکائي وگړي ډيوډهيډلى دامريکا دمحکمې څخه دعمري بند دسزا نۀ ترلاسه کيدو گنگوسې سر راپورته کړى دى.
ډيوډ هيډلى دممبۍ په ترهه گريزو بريدونو کې دمهم پلان جوړونکي په نوم پيژندل کيږي او دشورو په ورځ دامريکې مرستيال اټارني جنرل گيري شاپيرو دشکاگو په محکمه کې ورکړل شوؤ دشلو صفحو په خواست کې وئيلي دي ډيوډهيډلى دممبۍ بريدونو په اړه کيدونکو ټولو هاغو پلټنو کې دويډيو کانفرنس او يا دخپلو بيانونو له لارې مرستې کولو ته چمتو والى ښودلى ، کوم چې به دامريکا دننه ترسره کيږي، که دغه پلټنې به هرڅو دبهرنو محکمو له لوري ولې نۀ وي.
مرستيال اټارني جنرل دا هم وئيلي دي چې ډيوډ هيډلى به دپلټنو دپاره کوم بهرني هيواد ته نۀ سپارل کيږي.
دامريکائي قانون له مخې ډيوډ کولمين هيډلى ته دعمري بند سزا ورکړل کيدى شي ، خومرکزي سرکاري وکيلانو دهغه دپاره د30ؤ څخه نيولې تر 35ؤ کلونو پورې دکمې سزا غوښتنه کړې ده.
ددغې غوښتنې اساس دا ښودل شوى چې هيډلى دپلټنو په مهال داسې معلومات ورکړي وؤ چې دهغې په نتيجه کې پاکستانۍ ترهه گريزې ډلې لشکرطيبې سره د تعلق لرونکو کسانو په معلومولو کې مرسته شوې وه.
دکال 2008م دنومبر په مياشت کې دلشکرطيبې سره تعلق لرونکو جنگيالودهند په اقتصادي مرکز ممبۍ کې په يو هوټل، يو يهودي مرکز او په نورو ودانو تر دريوؤ ورځو بريد کړى ؤ، په دغه بريد کې دشپږو امريکايانو پشمول 166 کسان وژل شوي وؤ.
هيډلى وائي چې هغه دپاکستان داستخباراتي شبکې څخه تربيت ترلاسه کړى او دنورو ممکنه بريدونو لپاره يې دځائيونو څارنه کړې وه.
هيډلى دا هم وائي چې هغه دلشکرطيبې څخه تربيت او وسله ترلاسه کړې ، چې دهغه په وينا دغه ډلې دپاکستان دخفيه ايجنسۍ سره هم همکاري کړې.
دپاکستان په استخباراتي شبکه تر ډيرې مودې دممبۍ بريدونو کې دککړتيا گمان شوى او دامريکائي پراسيکيوټرز لخوا دائي ايس ائي درې ايجنټان دمنصوبه بندۍ کوونکو پلويان نومول شوي.