د شام خارجه وزیر ویلي حکومت د صدر بشارالسد وسله والو مخالفینو سره مزاکراتو ته تیار دی.
خارجه وزیر ولید معلم د گل په ورځ ماسکو کې ویلي حکومت د هر هاغه چا سره مزاکرات کولی شي څوک کې د خبرو اترو په عمل کې برخه اخستل غواړي.
د شام خارجه وزیر د خپل روسي هم منصب سرگی لاؤرو سره خبرو اترو د پاره د روس په سفر دی. سرگی لاؤرو تیره هفته ویلې وو د شام د کړکیچ هل د طاقت د لارې نشې راویستل کیدی او هیواد کې روانه جگړه حکومت او د باغیانو د پاره د تباهۍ سبب دی.
بل اړخته باغیانو ویلې حکومتي جنگي جهازونو د شام سرښار دمشق او حلب ښار کې د مخالفینو په هدفونو د اتوار په بمباري کړې ده.
مخالفینو په انټرنیټ داسې وډیو فلمونه لگولې چې د دوې په وینا دمشق او د حلب په ازاز سیمه کې بمبارۍ مناظر ښاي. بمبارۍ کې په ممکنه توگه شوې مرگ ژوبلې په حقله څه نه دي وویل شوې.
مخالفینو دا دعوه هم کړې ده چې دیر الزور صوبه کې يي هاغه پخوانی ایټمي مرکز هم نیولی چې د کال ٢٠٠٧ په هوائي بمبارۍ کې تباه کړی شوی دی. شام د بمبارۍ الزام په اسرائیل لگولی وو. د ملگرو ملتونو د ایټمي توانائي ادارې ویلي په دغه ځائې کې ایټمي بټۍ هم وه چې لا پې د جوړیدو کار روان وو.