نواز شريف : افغانستان کې لاس وهنه يا دکومې خاص ډلې ملاتړ نۀ کوي

دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وائي هيواد يې افغانستان کې دلاس وهنې نۀ کولو په تگلاره عمل کوي اؤ غواړي افغانستان نور دجنگونو اؤ بې ثباتۍ څخه را اوځي اؤ دخوښۍ اؤ سوکالۍ ژوند ولري.
دخالي په ورځ دبهرنو چارو دوزارت څخه دليدنې په مهال وزيراعظم ميا نواز شريف ته دقومي سلامتۍ صلاح کار سرتاج عزيز افغانستان ته دتجويز شوي سفر په حقله احوال هم تير کړل شو.
په دغه مهال ميا نواز شريف وويل پاکستاني استازي بايد افغان چارواکو ته دا خبره په ذهن کې کښينوي چې پاکستان افغانستان کې دلاس وهنې پلوي نۀ دى اؤ غواړي دغه هيواد کې امن ، سوله اؤ پرمختيا رامينځته شي.
وزيراعظم نواز شريف په ډاگه کړه پاکستان به افغانستان کې دکومې ځانگړې سياسي ډلې ملاتړ نۀ کوي اؤ دامنيت دټينگښت په چارو کې به افغان حکومت سره بشپړه مرسته کوي.
نواز شريف دغه څرگندونې په داسې حال کې کړي چې ټاکل شوې ده ، دپاکستان دقومي سلامتۍ دچارو مشاور سرتاج عزيز داتوار په ورځ دافغانستان سفر ځي.
ټاکل شوې په دغه يو ورځني سفر کې به ښاغلى عزيز دافغانستان صدر حامد کرزي اؤ نورو حکومتي مشرانو سره ددوه اړخيزو تعلقاتو په گډون په نورو مهمو سيمه ييزو اؤ نړيوالو چارو خبرې اترې کوي.
دپاکستان دغه لوړپوړى چارواکى افغانستان ته دغه سفر وروستو له هغې کوي چې په نزدې ورځو کې دافغاني مشرانو له لوري په پاکستان تورونه لگول شوي چې دغه هيواد طالبان پخپل لاس کې نيولي اؤ افغانستان کې دجوړجاړي مخې ته خنډان راولاړوي.