پيښور کې گرځنده عدالتونو پرانسته

دپيښور هائيکورټ چيف جسټس دوست محمد خان دخالي په ورځ ديوې ځانگړې دستورې په ترڅ کې دپيښورهائيکورټ د ودانۍ دننه پاکستان کې دخپل نوعيت دلمړو گرځنده عدالتونو پرانسته کړې ده.
ددغه گرځنده عدالتونو په ذريعه به عدالتي افسران اؤ نورمتعلقه مشران به مختلفو ضلعو کې لرې پرتو سيمو ته ورځي اؤ دکريمنل اؤ سول مقدمونو په فيصله کولو سره به خلکو ته دهغوي په درشلو انصاف ورکوي.
ټاکل شوې ده په ابتدائي توگه به صوبه کې ١١ عدالتونه قائمولى شي چې پکې څلور په مرکزي ضلعو، دوه، دوه په هزاره اؤ جنوبي ضلعو اؤ درې ملاکنډ ډويژن کې شامل دي.
ميډيا سره خبرو کې دپيښور هائيکورټ چيف جسټس دوست محمد خان وئيلي دي چې ددغو عدالتونو دمتعارف کولو سره به اوس په لرې پرتو سيمو کې ميشته وگړي ښاري عدالتونو پورې لرې سفرې نۀ کوي ، بلکې دغه گرځنده عدالتونه به دهغوي لرې پرتو کليو ته ورځي اؤ په موقع به شخړې هواروي.
چيف جسټس وويل چې په دې لړ کې ٩ؤ ججانو اؤ ١٨ؤ وکيلانو ته ځانگړى تربيت ورکړل شوى اؤ زياته يې کړه چې هر وگړى چې ورته دمدد ضرورت وي په ټيليفون هم دغه عدالت راغوښتى شي.
ددغو لمړو گرځندو عدالتونو دجوړولو لپاره دپيښورهائيکورټ چيف جسټس دجمعې په ورځ دسول کورټ ارډيننس دسيکشنز٩،١٤ اؤ ١٧ لاندې دوه نوټيفيکشنز جاري کړي، چې ددې ترمخه چيف جسټس ته اختيار چې هغه هر جج يا مجسټريټ ته دضلعې دننه په کوم مقام هم دکيمپ کورټ لگولو سره دمقدمو دفيصلو کولو وينا وکړي.
دچيف جسټس لخوا دگرځنده عدالتونو لړ کې يو نوټيفيکيشن دجرم دنوعيت لرونکو مقدمو اؤ بل دسول کيسونو داوريدنې په اړه جاري کړل شوى دى.
ددغو عدالتونو سره به خلکو ته دهغوي دکورونو په درشلو په تُندۍ سره انصاف ترلاسه کيږي.
په نومبر ٢٠١١م کې چې کله دوست محمدخان دپيښورهائيکورټ چيف جسټس وټاکل شو ، نو هغه خبريالانو سره دخبرو په مهال وئيلي ؤ چې دهغه په ترجيحاتي فهرست کې گڼ شمير کارونه شامل دي، چې ددغو څخه يوه مهمه معامله دفوجداري اؤ ديواني مقدمو دهوارولو لپاره دگرځنده عدالتونو قائمول دي