سناتور رباني:حکومت دې واضحه کړي چې دطالبانو غوښتني مني کۀ نه؟

Corc Buş (ata) yaxın dostlarının nikah mərasinmində - 13 sentyabr, 2013<br /> <br /> <br /> &nbsp;

ييښور-پاکستان کې دپيپلز گوند نوميالى مشر اؤ سناتور رضا رباني دپاکستان په حکومت کلکې نيوکې کړي چې طالبانو سره دمذاکراتو په لړ کې ګچ وګيل دى اؤ نۀ پوهيږي څه ووائي اؤ څه وکړي.
دزيارت په ورځ اسلام اباد کې دپارليمان مخې ته دسينيټ جوړې شوې غيررسمي غونډې ته په وينا کې ښاغلي رضا رباني وويل حکومت بايد په ډاگه کړي چې طالبانو ورته دسولې دپاره کوم شرطونه ايښي هغه مني که نه؟
هغه وويل که چرې طالبان خبرو اترو ته کښيني نو حکومت دې ددغو خبرو اترو دپاره دجوړې کړل شوې مذاکراتي ډلې نومونه په ډاگه کړي.
سناتور رضارباني وويل دا هم ضروري ده چې که طالبانو سره مذاکرات کيږي نو دهغې په نتيجه کې بايد دترهه گرۍ پيښې ختمې شي اؤ که چرې هغوي سره دروغې په اړه څه رقم تړون کيږي نو ددغه تړون منظوري دخيبرپښتونخوا دحکومت څخه اخستل ضروري ده.
دپيپلز گوند سينيټر زياته کړه دا ډيره عجبه خبره ده چې کله وزيراعظم نواز شريف دبرطانيې نائب وزيراعظم سره ليدل نو وې وئيل مذاکرات روان دي،هم په دغه ورځ داخله وزير چوهدري نثار وويل چې مذاکرات شروع کيدونکي دي اؤ وياند په ډاگه کړه چې هيڅ قسمه مذاکرات نۀ کيږي.
هغه وپوښتل په يو وخت چې درې قسمه دريځونه مخې ته راځي نو مونږ به دچا په خبره اعتبار کوؤ.
دنوموړي په وينا طالبانو وئيلي دي په کومه ډرون حمله کې چې حکيم الله محسود وژل شوى ؤ ، په هاغه مهال دطالبانو دشورا روانه غونډه کې ددې خبرې دمعلومو هڅه کولى شوه چې ايا دطالبانو کومه ډله حکومت سره په خبرو خو نۀ ده بوخته.
هغه وويل حکومت ته به دتردد څخه وتل اؤ قوم ته په ډاگه وئيل وي چې مونږ ته وړاندې څه کول پکار دي.
سينيټر زياته کړه اوس مهال چې کوم صورتحال مخې ته دى ، دهغې څخه داسې نۀ بريښي چې طالبان خبرو ته تيار دي، ځکه نو حکومت ته هم خپل پوزيشن واضحه کول پکار دى.
هغه دکورنو چارو دوزير لخوا سينيټ ته ډرون بريدونو کې دوژل شوؤ کسانو دشميرې په اړه هم سختې نيوکې وکړې اؤ وې وئيل چوهدري نثار چې کومه شميره ورکړې ده هغې سره دامريکا پوزيشن پياوړى شوى دى.