پاکستان کې دعاشورې په مهال سخت امنيتي انتظامات

پيښور کې ښار اؤ پوځي چاوڼۍ ته غځيدلې ټولې لارې د ازغنو تارونو په خورؤلو اؤ سيمټي خنډانو ايښودو سره تړل شوي اؤ ځايې پځايې په لويې شميرکې پوليس ودرول شوي دي.

پيښور- په پاکستان کې د عاشورې په مهال د بدامنۍ د ممکنه پيښو د مخنيوي دپاره کلک امنيتي گامونه اخستل شوي اؤ د هيواد په يوشمير لويو ښارونو کې د موبائيل فون سروس يا خدمات په عارضي توگه معطل کړل شوي دي.
په گرد هيواد کې دشيعه مسلمانانو لخوا د عاشورې په لړکې دمجلسونو اؤ جلوسونو لړۍ دوامداره ده اؤ دزيارت په ورځ په بيلابيلو ښارونو کې د نهم محرم په مناسبت سره جلوسونه ويستل کيږي.
سږکال دمحرم الحرام دپيل کيدو څخه دمخه دپاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د بې پائيلوټه امريکايي الوتکې په يو بريد کې د پاکستاني طالبانو دمشر حکيم الله مسيد د وژل کيدو څخه وروستو د ورانکارو له لوري د محرم په موقعه دممکنه بريدونو له ويرې کلک حفاظتي گامونه اخستل شوي دي.
دعاشورې دنهمې اؤ لسمې د ماتمي جلوسونو اؤ مجلسونو د حفاظت له امله دخيبرپښتونخوا په سرښار پيښور کې ښار اؤ پوځي چاوڼۍ ته غځيدلې ټولې لارې د ازغنو تارونو په خورؤلو اؤ سيمټي خنډانو ايښودو سره تړل شوي اؤ ځايې پځايې په لويې شميرکې پوليس ودرول شوي دي.
دترهگرۍ د ممکنه گواښ په نظر کې نيولو سره د خيبرپښتونخوا،پنجاب اؤ سندهـ صوبو په گڼو مهمو ښارونو کې د موبائيل فون خدمات هم ځنډول شوي دي.
دخيبرپښتونخوا په هنگو سيمه کې چرته چې شيعه مسلمانان په زيات شمير کې اباد دي د دريو ورځو دپاره کرفيو پځايې کړل شوې اؤ هنگو ډپټي کمشنر سيداحمد جان وئيلي دغلته به دموبائيل سروس د ځنډيدو ترڅنگ په نهم اؤ لس محرم د ښار فضايي څارنه هم کولى شي.
دمحرم په مهال د سختو امنيتي تدابيرو باوجود هم د شورو په شپه په کراچۍ کې په دوؤ امام باړو د لاسي بمونو په بريدونو کې دلسو څخه زيات کسان ژوبل شوي وؤ اؤ تيره اوونۍ دپنجاب په گوجرانواله سيمه کې په دوؤ امام باړو د ډزو پيښه کې درې کسان وژل شوي هم وؤ.