پيښور- دپاکستان دبلوچستان صوبې په سرښار کوئټه کې دزيارت په ورځ ترسره شوې يوه بمي چاؤدنه کې ددوؤ عسکرو پشمول پينځۀ کسان وژل شوي اؤ ١٩ نور ژوبل شوي دي.
دتير يو شواروز په مهال کوئټه کې ترسره شوې دغه څلورمه چاؤدنه وه ، له دې وړاندې دشورو په شپه په سرکي روډ اؤ موتي راهم روډ پرله پسې دريوؤ چاؤدنو کې دوه کسان وژل شوي اؤ شپږ نور ژوبل شوي وؤ.
دسرچينو ترمخه دکوئټې په سيټلائټ ټاؤن سيمه کې دمليشه ځواکونو يو گاډى دريموټ کنټرول بم له لارې الوځول شوى.
دسرچينو وينا ده په دغه چاؤدنه کې ددوؤ عسکرو پشمول پينځۀ کسان وژل شوي اؤ ١٩ نور ژوبل شوي دي.
سرچينې زياتوي دچاؤدنې له امله نزدې ودانو ته زيان رسيدلى اؤ دايف سي گاډى تباه شوى دى.
دچاؤدنې وروستو سيمې ته امدادي ډلې اؤ امنيتي ځواکونه رسيدلي دي اؤ ژوبل کسان ، چې پکې دايف سي عسکر هم شامل دي دکوئټې سول هسپتال ته رسول شوي اؤ دغلته ايمرجنسي لگول شوې ده.
په ژوبلو کسانو کې هم دځينو حالت نازک ښودل شوى دى چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
بلوچستان کې په پاک افغان پوله چمن سيمه کې هم يوه چاؤدنه شوې چې پکې دوه کسان ژوبل شوي دي اؤ گڼ شمير گاډو ته زيان رسيدلى دى.