وزيراعظم نواز شريف:دترهه گرۍ اؤ انرژۍ دستونزو هواري لپاره گامونه اخلو

نواز شريف وويل پاکستان دترهه گرۍ اؤ انرژۍ دبحران پشان ستونزو سره مخ دى اؤ ددغو ستونزو هوارولو لپاره کوټلي گامونه اخلو.

پيښور-دپاکستان وزيراعظم ميا نواز شريف وئيلي دي پاکستان کې جمهوريت وده مومي اؤ هيواد کې دروانې ترهه گرۍ دستونزې اؤ انرژۍ په بحران دقابو موندلو لپاره سخت گامونه اخلو.
پاکستاني وزيراعظم دايشيائي هيوادونو ترمينځ داړونده پرمختګ اؤ خوشحالۍ لپاره دپراخه رابطې په ضرورت زور راوړى دى.
اسلام اباد کې د٣٠٠ؤ هيوادونو په ٣٠٠ؤ استازو دمشتمل ايشيائي پارليماني اسمبلۍ هيئتونو ته پخپله وينا کې وزيراعظم وويل پاکستان دنړۍ په يوه مهمه سيمه کې موقعيت لري اؤ دافغانستان اؤ هند پشمول دخپلو گاونډي هيوادونو سره ښو اړيکو ته ليواله دى.
هغه وويل دمينځنۍ اسيا څخه دانرژۍ ترلاسه کولو لپاره په مختلفو منصوبو کار روان دى اؤ ددغو منصوبو سره به سيمې ته په اقتصادي توگه گټه ورسيږي.
نواز شريف وويل پاکستان دترهه گرۍ اؤ انرژۍ دبحران پشان ستونزو سره مخ دى اؤ ددغو ستونزو هوارولو لپاره کوټلي گامونه اخلو.
هغه وويل پاکستان کې جمهوريت وده مومي اؤ په جمهوري طريقې سره داقتدار دمنتقلۍ سره پارليمان مضبوط شوى دى.
د وزيراعظم وينا وه دپاکستان اولس اؤ سياست دانان هيواد کې امن اؤ خوشحالي اؤ دغربت اؤ بې روزگارۍ خاتمه غواړي.
نوموړي وويل مونږ ته به دهيواد اؤ سيمې دخوشحالۍ لپاره ماضي هيرول اؤ دمستقبل په لوري کتل وي.
ښاغلي شريف وويل ايشيائي اسمبلي دايشيائي هيوادونو درابطې لپاره تر ټولو غوره پليټ فارم دى اؤ پاکستان دايشيائي هيوادونو سره غوره تجارتي اړيکو ته ليواله دى.
نواز شريف وويل هيواد ته دپيښو چيلنجونو دمقابلې لپاره پارليمان کار کوي اؤ هيواد ته دترهه ګرۍ اؤ معيشت په اړه دپيښو ستونزو دهواري لپاره يې درايې ملي اتفاق پيدا کړى.